د ټول افغان دنننی خبرله مخی،( سهار) دکندهارولايت وياندخالدپښتون وويل چې دولتي اوائيتلافي ځواکونودکندهارپه مربوطاتوکې ګډعمليات پيل کړي چې دهغه په وينادغه عمليات به درې مياشتې دوام وکړي،خالدپښتون وويل چې دپنجوايي اوشاولي کوټ دولسواليوپه شمول په څلوروپنځوولسواليوکې دعملياتوپه ترڅ کې ٤٠تنه طالبان ،ديواندازه وسلواومهماتوسره ژوندي نيول شوي اويوشميرنوروژل شوي دي ،پښتون وويل په وژل شويوکسانوکې دطالبانودرې مهم قومندانان ملاشهزاده،حاجي اميراوملاتورهم شامل دي
پښتون وويل چې ملاشهزاده دشمال دسقوط پروخت نيول شوی اوبياګواتناموبي ته بيول شوی وچې يوکال دمخه راپريښودل شوخودهغه په ويناديو کال راسې يې په تخريبي عملياتولاس پورې کړی و،دخالدپښتون په وينانوموړی دطالبانوله خوادکندهارولايت له پاره قومندان ټاکل شوی و. خالد پښتون داهم تاييدکړه چې دميزاني ولسوالۍ طالبانونيولې وه چې پرون شپه بيرته دولتي ځواکونوونيوله.
دطالبانودقومندانانودوژل کيدوپه اړه دخالدپښتون ادعالاتراوسه کومې بلې سرچينې نه ده تاييد کړې
.