د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پيرويز مشرف دروانې مياشتې په ٢٥ نيټه د هند د ملي کانګرس د رئيسې ميرمنې سونيا ګاندي سره تلفوني خبرې وکړې او ميرمنې ګاندي ته يې بلنه ورکړه چې په مساعد وخت کې پاکستان ته سفر وکړي ٠ دغه راز دواړو مشرانو په خبرو کې له دې سره موافقه وکړه چې په مداومه توګه د هند او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د ښه کيدو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيزديالوګ د بهيرد پرمخبيولو دپاره چې ددې نه مخکې پيل شوی دی کوشش وکړي ، په عين وخت کې يې دا څرګنده کړه چې د سيمه ايزثبات او انکشاف د ساتلو او پرمخبيولو دپاره به تدابير غوره کړي ٠