د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د هند خارجه وزير ناتوار سينګ د روانې مياشتې په ٢٥ نيټه د پاکستان د خارجه وزير خرشيد قصوري سره تلفوني خبرې وکړې ، دواړو خواوو په خبرو کې د سوله ايز بهير د نور هم پرمخبيولو دپاره د دواړو هيوادونو اراده څرګنده کړې ده ٠ ناتوار سينګ د هند د صدراعظم مانموهان سينګ هغه نيت چې د روانې مياشتې په ٢٤ نيټه يې د پاکستان د جمهوررئيس پيرويز مشرف سره په تلفوني خبرو کې ښودلی دی بيا تاييد کړ٠يعني دهند نوی حکومت د پاکستان سره د سولې د رامنځته کيدو ملاتړکوي او داخبره يې تاييده کړې ده چې سوله ايز بهير بايد د تروريزم او د زور د ګواښ د نشتوالي په حال کې برمختګ وکړای شي ٠
|