<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-28 17:34:14    
له مونږ سره د يوه اوريدونکی د زړه خواله

cri

واورئ وانګ – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو ، زه وانګ اين خه او عنايت الله رمز د سلامونو په وړاندی کولو سره د نن شپی د خپرونی په چمتو کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠ هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسۍ ٠

رمز – وانګ جانی ! په دی تيرو څو مياشتو کښی چه زه او ته په ګډه د همدی خپرونی په وړاندی کولو بوخت يو نو د اوريدونکو ډير ليکونه مو خپاره کړل ، خو اوس هغه څه چه د خپلو اوريدونکو سره د اړيکو په اړه زما د پاملرنی وړ وګرځيد هغه دا ده چه د راتلونکو خپرونو دپاره می د سندرو او موسيقی ځينی کسټونه اوريدول او په دی لړ کښی زمونږ د يوه دايمی اوريدونکی ښاغلی الله ګل صافی چه د پښتونخوالسنرز کلب مشر هم دی د خبرو ثبت شوی کسټ هم واوريد ٠

وانګ – په رښتيا هم په تيرو وختونو کښی زمونږ ځينو اوريدونکو د ليکونو تر څنګ پخپل غږ ثبت شوی کسټونه او هم يی د پښتو سندرو کسټونه راليږل خو دا راته ووايه چه د الله ګل صافی صاحب په کسټ کښی دی څه واوريدل ؟

رمز – ما ته په زړه پوری دا وه چه الله ګل صافې د پښتونخوا د کلب په جوړولو او هم د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونی سره څومره مينه او خواخوږی لری او هغه پخپل اواز خپلی خبری داسی پيل کړی دی :ما سره ممبران دی جنرال سيکرټری داؤد جبارخيل چيف ارګانيزر ، نور محمد کاموال او شينواری مونږ د چين خلکو ته د چين د بينالمللی راډيو همکارانو او اوريدونکو ته سلامونه وړاندی کوو ٠ هيله لرو چه تاسو زمونږ سلامونه قبول کړی ٠

وانګ – سلامونو ته يی مونږ وعليکم وايو او له دی امله چه ددوی کلب زمونږ د پښتو خپرونی په معرفی او پيژندلو کښی هم خپلی هڅی نه دی سپمولی ور څخه مننه کوو، لکه چه په دی هکله د خپلو خبرو په دوام کښی وايی : اکثراٌ ستاسو مونږ ريکارډنګ هم کوو او په سهار مونږ هغه اوريدونکو ته بيا اوروو ٠ يوازی د کلب دپاره نه اوروو بلکی زمونږ خواٌ کښی يو سکول دی مونږ غواړو چه د چين د بينالمللی راډيو همکاران چه څنګ زمونږ خدمت کوی، مونږ د هغوی خدمت کوو ٠ ولی چه د چين خلکو او حکومت هر وخت زمونږ سره مرسته کړی ده ٠

رمز – الله ګل صافی صاحب د خپلو خبرو په دوام د افغانستان د دولت او خلکو سره د چين د دوست هيواد او چينايانو بی غرضه مرستو او د ګاونډيتوب د ښو او نيکو اړيکو د يادونی نه وروسته د سی ار ای د پښتو خپرونی د لومړی ځل اوريدو کسه يی داسی راياده کړی ده : داود جبارخيل ؤ چه هغه ستاسو پروګرام اوريده ، يوه شپه زما کور ته راغی او ما سره کښناست ، تقريباٌ د شپی ٨ نيمی بجی وی چه په روټی باندی مونږ شروع شوی ؤ ٠ مونږ چه روټۍ خوړله ، پاو کم نهه بجی وی د جيب نه يی راډيو راوايستله ، د مونږ او اوريدونکی پروکرام پيل شوی ؤ او د هغه يو ليک تاسو په خپل پروګرام کښی ولوست ، نو ما ويل چه داؤد جبارخيل صاحب، ستا نوم خو په چين کښی هم واخستل شو ٠ هغه وويل چه هو ، زه د چين بينالمللی راډيو په ډير شوق سره اورم ، زما ورسره ډيره مينه ده ٠ نو ما ور ته وويل چه هلکه ! چه ما ته هم راډيو واخله ! زه به هم دا راډيو اورم ٠ هغه ما ته خپله راډيو راکړه او ويی ويل چه الله ګله په دی شارټ موج کښی نيسی ٠ د پاکستان په وخت د ماښام له ٨ بجو نه تر ٨ نيمو بجو پوری پروګرام خپريږی او بيا د دوهم ځل دپاره له ٨ نيمو بجو نه تر نهو بجو پوری خپريږی ٠ نو په دی توګه ما ستاسو پروګرام واريده ٠

وانګ – صافی صاحب د پښتونخوا لسنرز کلب د جوړولو کيسه هم داسی پيل کړی ده : څه موده تيره شوه ، ماته داؤد صاحب راغی او را ته يی وويل چه يو کلب نه جوړوو ؟ ما ور ته وويل چه څه کلب جوړوو ؟ هغه وويل چه يو کلب به د سی ار ای دپاره جوړ کړو ٠ ما وويل چه سمه ده ، جوړ به يی کړو ٠ داؤد صاحب راته وويل چه پښتونخوا ليسنرز کلب به جوړ کړو ٠ ولی چه په خاص ډول په پيښور کښی ، کويټه ، بلوچستان کښی ، کندهار کښی ،کنړ او ننګرهار کښی پښتانه وروڼه دی او زمونږ کلب ته به هر کلی ووايی ٠

رمز – ښاغلی صافی صاحب د سی ار ای د خپرونی د څرنګوالی ، د اوريدونکو د زياتوالی او نورو مشورو يادونه هم کړی او په دی لاره کښی د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونی اوريدونکی يی لا نور هم زيات هڅولی او خپلو خبروته داسی دوام ورکوی : که تاسی هر چيری ياست او که مونږ هر چيری يو مونږ به ستاسو پروګرام ضرور اورو او له تاسو سره به قلمی رابطه ساتو ٠ او زمونږ د کلب غړی به هم له مونږ سره وی ٠ ولی چه تاسو به پوهيږی پښتانه وروڼه ستاسو پروګرام په ډير شوق سره اوری ٠

وانګ – او ښاغلی صافی صاحب د خپلو خبرو په پای کښی د پښتو څانګی د مونږ او

اوريدونکی د خپرونی په هکله داسی وويل :د پښتونخوا ليسنرز کلب مونږ ددی دپاره جوړ کړی چه اوريدونکی پوه شی او ستاسو اوريدونکی ياد شي نو اکثراٌ وخت مونږ ستاسو د خپرونی اعلامونه هم کوو تر څو زمونږ نور وروڼه هم پوه شي چه د چين بينالمللی راډيونه کوم پروګرامونه خپريږی ، دا ټول ګټور پروګرامونهدی ٠ د مونږ او اوريدونکی کوم پروګرام چه دی دا مونږ په ډير شوق سره اوروو ٠ اکثراٌ زمونږ خطونه نشر شوی دی ، مونږ له تاسو نه ډير خوشحاله يو ٠ مونږ پوهيږو چه تاسو زمونږ خطونو ته د قدر په سترګه ګوری ٠ ولی چه هر يو اوريدونکی غواړی چه خطونه يی نشر شی ٠ پښتنو وروڼو ته زه بيا وايم چه د چيني بينالمللی راډيو په ښه شوق واورۍ ٠ په اخر کښی دا خبره کوم چه تاسو له مونږ سره قلمی رابطه وساتی او مونږ به يی له تاسو سره وساتو ٠ زه الله ګل هر وخت ستاسو خدمت ته تيار يم ٠

رمز – ګرانو اوريدونکو! دا وی د سی ار ای راډيو د يوه اوريدونکی خبری چه په څومره شوق او مينی سره د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونی اوری ٠

په پای کښی يادونه کوو چه د تيری سيالی د ګټونکو څخه زمونږ داوريدونکی ښاغلی محمد ايوب هنريال هغه دريمه جايزه چه ور ته مو ليږلی وه د ناسمی پتی له امله له پاکستان څخه بيرته واپس شوی ده ٠ زمونږ هيله د ښاغلی محمو ايوب هنريال صاحب څخه دا ده چه خپله پته په څرګنده توګه مونږ ته راوليږی ترڅو مونږ ستاسو جايزه بيرته دروليږو ٠

وانګ - ګرانو اوريدونکو - د همدی يادونی سره سم زمونږ دا خپرونه هم پای ته رسيږی ٠ ستاسو د نيکمرغه ژوند په هيله ٠