د سين هوا اژانس د خبرله مخی د سويډن حکومت د می په اوه ويشتمه نيټه فيصله وکړه چه په راتلونکی مياشت کښی افغانستان ته نورنوی تنه عسکر وروليږی ، د انګليستان، فينلند او ناروی له اردو سره به د سيمی د بيا رغاونی ګروپ جوړ کړی او د فغانستان په شمالی سيمه کښی به ميشته شی ، څو چه امنيت وساتی او د محلی ځای د بيا رغاونی له کار سره مرسته وکړی . اوس د سويډن شل تنه فوځيان په افغانستان کښی ميشته دی . د يو بل خبر له مخی د ناروی حکومت د می په څليرويشتمه نيټه پريکړه وکړه چه په د ی وورستيو وختونو کښی څليرويشت تنه عسکر وروليږی ، څو چه د افغانستان د شمالی سيمی د بيا رغاونی د ګروپ په کار کښی ګډون وکړی . اوس د ناروی يو کنډک عسکر په افغانستان کښی ميشته دی .
(د می په ٢٧نيټه د کابل په بين المللی هوايي ډګر کی د ناروي د هغه عسکر مړی چه په ٢٣ نيټه د شپې لخوا د ګزمه وهلوپه وخت کی د بريد په اثروژل شوی و، د الوتکې په واسيطه ناروي ته يووړل شي) .