د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی په افغانستان کښی امريکايی پوځ د می په ٣٠ نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل چه ٤ تنه امريکايی عسکر د می په ٢٩ مه نيټه د افغانستان د زابل په ولايت کښی د خپلی دندی د عملی کولو په وخت کښی د ډزو په اثر مړه شول ٠ په اعلاميه کښی وويل شول چه دغه ٤ تنه امريکايی عسکر په افغانستان کښی د افغانستان دحکومتی پوځيانو سره يو ځای دنده عملی کړی وه ٠ د خبر له مخی دا د امريکايی پوځ په مقابل کښی د سرو تر ټولو نه هغه ډير سخت تاوان بلل کيږی چه د روان کال د مارچ نه راهيسی د امريکايی پوځ او افغان اردو له خوا د افغانستان په جنوبی غرنی سيمه کښی د طالبانو د پاتی عناصرو د لټولو په ګډو لويو عملياتو کښی رامنځ ته شوی دی
|