د سين هوا اژانس د خبر له مخی دچين د خارجه وزيرمرستيال لی خوی د جون په لومړۍ نيټه په بيجينګ کښی وويل چه دچين د دولت رئيس هو جينګ تاو به د شانګهای د همکارۍ د موسسی د تاشکينت په سرمشريزه غونډه کښی د ګډون په وخت کښی د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت د رئيس حامد کرزی سره خبری اتری وکړی .مرستيال لی خوی وويل چه هو جينګ تاو به له حامد کرزی سره د دوه اړخيزو روابطو او دامنيت ، له تروريزم او نشه يی موادو سره د مجادلی په برخو کښی د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی . د شانګهای د همکارۍ د موسسی د تاشکينت سرمشريزه غونډه به دجون په اوولسمه نيټه د اوزبکستان په مرکز تاشکينت کښی جوړه شی .حامد کرزی به د نوموړی غونډی د کربه هيواد اوزبکستان د جمهور رئيس کريموف په بلنه په دغه غونډه کښی ګډون وکړی .
|