د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د هند خارجه وزير ناتوار سينګ د جون په لومړي نيټه په نوي ډيلي کې اعلام وکړ چه د هند او پاکستان د خارجه سکرتريت په ترجه خبرې اترې به دروانې مياشتې په اوه ويشتمه او اته ويشتمه نيټه ترسره شي او په هغې کې به په مدوامه توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوله ايز بهير د پرمخبيولو پر مسئلې باندې بحث وشي ٠ دغه راز هغه هم اعلام وکړ چه د هند او پاکستان ترمنځ د اړوندو کارپوهانو په درجه د ذروي اعتماد د ټينګتيا په باب ديالوګ چه مخکې ځنډيدلي و، د روانې مياشتې په نولسمه او شلمه نيټه بيا به پيل شي ٠ د پاکستان اړوندې خوا په همدي ورځ د هند د نوموړو خبرو تصديق وکړ
|