<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-03 20:31:20    
واورئ د چين د وروستنی امپراطورۍ له کورنۍ څخه روزل شوی ولسی ښوونکې

cri
 د چين د مرکز بيجينګد ختيځې سيمې د يوې نوی ودانۍ په يوه کور کښی د مان قوم سپين سرې جين جی جان اوسيږی ٠ که څه هم هغهيوازی يوه عادی ښوونکې ده،خو د هغې کورنۍ عادی نه وه، هغه د چين د  چن  سلسلې د سلطنت د مقام د وکيل ځای فونګ وروستنی لور او د دې سلسلې د وروستنی امپراطور پو يی اوومه کشره خوره ده٠ په هغه وخت کښی د شاهی کورنۍ غړو هغې ته اوومه شهزاده ګۍ ويله٠ خو اصلی نوم يی ايسينجيولو وين هوان  دی ٠
د  چن  سلسله د چين د فيوډالی ټولنې وروستنی امپراطوری وه٠ په ميلادی ١٦١٦ کال کی د چين په شمال ختيځ کی چن  په نامه د مان قوم يو سلطنت جوړشو٠ په هغه وخت کښی د چين نورو سيمو د  مين  په امپراطورۍ پوری اړه درلوده ، خو په ميلادی ١٦٢٨ کال کښی مينسلسله د بزګرو د پاڅون کوونکو لخوا رانسکوره شوه او د چن د سلطنت پوځ په دی موقع کښی د مين د امپراطورۍ خاوره ونيوله چه په نتيجه کښی د  چن امپراطورۍ جوړه شوه ٠ دا امپراطوری د چين په تاريخ کښی د څه دپاسه دوه سوو شپيتو کالو دپاره دوام درلود ٠ په ١٩١١ کال کښی د چين د ديموکراتيک انقلاب د مشر دوکتور سون ايټ سين تر لارښوونې لاندی د سين های په نامه انقلاب پيښ شو چه په نتيجه کښی دچن امپراطوریتر پښو لاندی شوه او په دی توګه د چين فيوډالی ټولنه د تل دپاره پای ته ورسيده ٠ 
کله چه ايسينګيولو وين هوان په١٩٢١ کال کښی په بيجينګ کښی وزيږيدله، د چن امپراطوری ماتی وخوړه او د هغې مشر ورور پو يی هم د امپراطورۍ له څوکۍ څخه راښکته شو ٠ خو د دې د کورنۍ غړو لا هم د فيوډالی اشرافو ژوند تيراوه٠ وين هوان له اوو کلونو څخه د شمالی چين دبل لوی ښار تيانجين په لومړی او منځنی ښوونځی کښی سبق ووايه ، کله چه هغه شپاړلس کلنه شوه ،پلار يی هغې ته له کور څخه د وتلو اجازه ور نه کړه او ښوونکي يی کور ته راوغوښتل چه هغې ته د منځنی ښوونځی د دوهمې مرحلې درسونه ورکړی٠ ورپسی وين هوان به تل په شاهی کورنۍ کښی لرغونی کتابونه لوستل او خطاطی او نقاشی به يی زده کوله ٠
 په ١٩٤٧ کال کښی د وين هوان څلورم مشر ورور د زمانې د پرمختګ په جريان کښی د شاهی کورنۍ دروازه خلاصه کړه او د خپل کور له بی کارو او خالی کوټو څخه په استفادې ;يو لومړنی ښوونځی جوړ کړ ٠ لږه موده وروسته وين هوان هم د خپلو ټولو جواهرو او قيمتی ګاڼو د پلورلو له لاری په ترلاسه شويو پانګو او ټولو سپما شويو پيسو سره د ښځو يو هغه مسلکی ښوونځی جوړ کړ کوم چه له زده کوونکو څخه به يی هيڅ درسی فيس نه اخيست ٠ د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نيټه وين هوان د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په درنو مراسمو کښی برخه واخيستله او دا ناره يی ووهله چه ژوندی دی وی رئيس ماو تسی دونګ  وروسته له دی نه هغه د بيجينګ ښار د جنوبی برخې د جن جونګ واټ په لومړی ښوونځی کښی د ښوونګی دنده په غاړه واخيسته او خپل نوم يی هم په جين جی جان بدل کړ ٠ په چينی ژبه کښی د هغې نوی نوم د ټينګې ارادې معنی لری٠ په دی ډول له دی نوم څخه د هغې ټينګه اراده څرګنده شويده چه و يی غوښتل : په پوره توګه له زاړه ژوند څخه خلاصه شی او د نوی چين د پوهنې دچارو لپاره خپل ټول قوتونه وقف کړی٠
جين جی جان زحمتکښه او پلټنده وه او په کوشش سره يی کار کاوه چه خپل ټول وختونه او قوتونه به يی د زده کوونکو په روزنه کښی اچول٠ هغې کله نا کله به په فارغو وختونو کښی زده کوونکو ته تمرينات ورکول او د زده کوونکو د احوالو د پوښتنې دپاره به يی د بايسکل په چلولو سره د دوی کورونو ته تله ٠ ټولو زده کوونکو او د دوی پلرونواو ميندو به هغه د خپلې صميمی دوستې او محترمې ښوونکې په حيث بلله ٠ جين جی جان د نهو کالو دپاره د کلاسد مسئولې معلمې او بيا د تعليمی څانګې د رئيسی دنده په غاړه درلوده ، په ١٩٧٥ کال کښی د جن جونګ واټ لومړی ښوونځی په منځنی ښوونځی بدل شو او هغې لا هم تر هغه وخت پوری په تعليمی څانګه کښی کار کاوه چه په ١٩٧٩ کال کښی يی تقاعد وکړ ٠
جين جی جان له تقاعد نه وروسته د بيجينګ ښار د چونګ ون د سيمې دپاره د ښوونکو د روزنې کورس جوړ کړ او دچونګ ون د سيمی د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دائمی کميټې د غړی او د دې سيمې د سره صليب د ټولنې د شورا د غړی په شمولزياتې ټولنيزې دندې يی په غاړه واخيستې ٠ هغې نه يوازی زيات ګټور خدمتونه ترسره کړی ، بلکه يیټولنيزو عام المنفعه چارو ته خپلې رسم شوی نقاشی د بسپنې په توګهورکړيدی٠