د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان يوه مامور د جون په دريمه نيټه وويل د افغانستان دحکومت تقريبأ دري سوو تنو پوځيانو د دوهمې نيټې په شپه دامريکې د جنګي الوتکې په مرسته د کندهار په غرني سيمه کې د طالبانو د وسله والو کسانو د ځپنې په عملياتو لاس پوري کړی چې په نتيجه کې يې د طالبانو ديارلس تنه وسله وال کسان وژلي او نور اته تنه يې په ژوندی نيولي دي ٠ د کندهار د ولي وياند وويل په دې عملياتو کې دطالبانو د وژل شويو کسانو اندازه د هغه وخت نه راهيسي تر ټولو نه زياته ده چې د حکومتي او امريکايي پوځيانو لخوا په ګډه سره د طالبانو د پاتي وسله والو کسانو د نيولو فعاليتونه رامنځته شوي دي ٠ دغه راز په نوموړو عملياتو کې دوه تنه امريکايي او يو افغاني پوځيان هم ټپيان شوي دي ٠
|