<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-04 22:20:47    
0604 مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو عزتمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم !

زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – رمز صاحب ! مخکی له دی نه چه د اوسنی خپرونی د ليکونو او نورو برخو په وړاندی کولو پيل وکړو ، خپلو اوريدونکو ته دا زيری ورکوو چه سر له همدی خپرونی څخه د مونږ اوريدونکی په خپرونه کښی د وخت زياتوالی عملی کيږی ٠ دا په دی معنی چه زمونږ د خپرونی وخت د پخوانی وخت په ګډون د دوو نيمو دقيقو دپاره نور هم زيات شوی او همداشان د خپرونی په وړاندی کولو کښی لږ څه بدلون هم په پام کښی نيول شوی دی ٠

رمز – زمونږ اوريدونکی به دا پوښتنه وکړی چه بدلون يعنی څه ؟

وانګ – بدلون په دی معنی چه لومړی ٥ نيمی دقيقی به مونږ د معمول سره سم د اوريدونکو ليکونه او هغوی ته د ځوابونو برخه وړاندی کړو ٠ دوهمه برخه به يی د کوم اوريدونکی او يا دځينو اوريدونکو له خوا د يوی پوښتنی ځواب وړاندی کړو او په دريمه برخه کښی به د ٢ نيمو دقيقو دپاره د پښتو سندروغاړو څخه يوه ښکلی سندره هم خپره کړو ٠

رمز – وانګ جانی ، داسی څرګنديږی چه سر له همدی خپرونی څخه به د مونږ او اوريدونکی ټولی راتلونکی خپرونی په همدی نوی بڼه خپری شي که څنګه ؟

وانګ – هو همداسی ده !

رمز- ددی دپاره چه اوريدونکی مو د انتظار په حالت کښی پاتی نشي نو لومړی

ليک به راواخلم چه د کوم اوريدونکی له خوا رااستول شوی دی ؟

وانګ – مهربانی وکړی !

رمز – دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد د کوهاټ څخه زمونږ دائيمی اوريدونکی رحيم خان مجروح راليږلی چه لومړی ليک يی د خپرونی په نوم او دوهم ليک يی زما په نوم راليږلی دی او د پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو ته د سلامونو په ترڅ کښی يی ګټوری مشوری او وړانديزونه هم ليکلی دی ٠ مونږ هم ور ته خپل سلامونه وړاندی کوو ٠ د مجروح صاحب ښو هيلو او ګټورو وړانديزونو ته د قدر په سترګه ګورو او دا خبره هم زياتوو چه ددوی د ټولو وړانديزونو او سلامشورو عملی بڼه زمونږ د همدی خپرونی په وړاندی کولو کښی پوره څرګنده شوی ده ٠ يعنی سر له همدی خپرونی به زمونږ د خپرونی وخت لږ څه اوږد دی ، د ويونکو نومونه خو لا پخوا نه اخستل کيږی او په هره خپرونه کښی به د ٢ نيمو دقيقو دپاره يوه پښتو سندره هم وی ٠ په دی توګه د مجروح صاحب او نورو ډيرو اوريدونکو هيلو او غوښتنو به مثبت ځواب ترلاسه کړی وی ٠ بيا هم وايو چه هر هغه امکان چه ولرو د اوريدونکو څخه به يی ونه سپموو ٠

وانګ – دغه شان د مجروح صاحب د هغو په زړه پوريو او ارزښتمنو کتابونو څخه هم مننه کوو چه مونږ ته يی راليږلی دی ٠ د مجروح صاحب په ګډون زمونږ ډيرو اوريدونکو د چين د بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی د ويندويانو يا نطإقانو په اړه د معلوماتو پوښتنه هم کړی ده چه د څو ليکونو د لوستلو نه وروسته به دا معلومات وړاندی کړو ٠

رمز – وانګ جانی !يعنی ته غواړی چه د خپل ځان په هکله هم اوريدونکو ته

معلومات وړاندی کړی ٠

وانګ – رمز صاحبه ! البته دا د اوريدونکو غوښتنه ده چه زمونږ په هکله معلومات ترلاسه کړی ٠

رمز – ډير ښه ! دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد د تحصل تانک د کوټ نواز له کلی څخه د شيامين د کلب مشر نور حسين خان او نورو ملګرو يی راليږلی د سلامونو نه يی وروسته د خپل ليک د خپريدو غوښتنه کړی ده ٠

وانګ – سلامونو ته يی وعليک وايو او دا دی د ښاغلی نور حسين خان ليک مو خپور کړ ٠

رمز – د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوب او نورو ملګرو يی د تل په شان زمونږ سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی ساتلی اودا ځل يی هم د ښو او نيکو هيلو سره مل ليک رااستولی دی چه سلامونو ته يی وعليک وايو او د ستاينی او نيکو نظريو څخه يی مننه کوو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ – او د نن خپرونی وروستی ليک د پاکستان داسلام اباد څخه ښاغلی نور محمد ستوګنی راليږلی او د خپلو سلامونو تر څنګ يی د پاکستان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو په هکله زمونږ د تيری اعلان شوی سيالی دپاره لنډه مقاله هم ليکلی ده چه د نوموړی مقالی څو ټکی به يی تاسو ولولی ٠

رمز – سمه ده ٠ ښاغلی ستوګنی صاحب ليکلی چه دا يو څرګند حقيقت دی چه د چين او پاکستان تر منځ اړيکی ډيری ګټوری دی چه له دی امله د دواړو

هيوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ پوره تامين شوی ، سوداګری وده کړی ،

کلتوری او فرهنګی اړيکی قايمی شوی او دواړه هيوادونه يو د بل سره مرسته کوی ٠

ښاغلی ستوګنی صاحب په خپله مقاله کښی زياتوی چه چين او پاکستان دواړه د اسيا په لويه وچه کښی پراته دی ، ګډه پوله لری او دواړه هيوادونه يو د بل ښه ګاونډی هيوادونه دی ، او همداشان د چين او پاکستان تر منځ دوستی او تعلقات د ډيری پخوا راهيسی پيل شوی او دغه اړيکی او تعلقات ورځ په ورځ وده کوی ٠

وانګ – ګرانو اوريدونکو ، په دی ورځو کښی يو شمير اوريدونکو زمونږ د پښتو څانګی له خوا په خپره شوی سيالی کښی فعاله برخه اخستی او مربوطی مقالی يی مونږ ته راليږلی دی ٠ مونږ هيله لرو چه لا زيات اوريدونکی په دی سيالی کښې برخه واخلی او ښکلی مقالی مونږ ته راوليږی ٠