<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-05 20:10:17    
د چين د تايوان ولايت ته سفر

cri

تايوان يوه ټاپو ده او د چين د فوجيان ولايت ترمنځ يوه ابنا پرته ده او مساحت يې ٣٦ زرو مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې يو ويشت مليونه اوه لکه شلو زرو تنو ته رسيږي ٠ د تايوان په ولايت کې د هان قوم نه پرته د ګاو شان قوم خلک هم اوسيږي٠

تايوان د ډيرې پخوا نه راهيسي د چين د خاورې يوه نه بيليدونکې برخه ده ٠ په تاريخ کې تايوان څو ځله د بهرني تيريو سره مخامخ شوی و، په ١٨٩٥ کال کې تايوان د جاپان لخوا اشغال شوی او تر ١٩٤٥ کاله پوري د جاپاني تيري په ضدد جګړې د پاي ته رسيدو نه وروسته د چين خلکو بري و موند او جاپان مجبور و چې تايوان چين ته بيرته ورکړي ٠

د تايوان ولايت د تايوان ټاپو ، پنګ خو ټاپوګانو په شمول د څه دپاسه اتياو لويو او کوچنيو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی ٠د تايوان ټاپو په چين کې تر ټولو نه لويه ټاپو ده ٠ د تايوان ټاپو د جنوب نه تر شمال پوري ٣٩٤ کيلومتره اوږدوالی او له ختيځ نه تر لويديځ پورې ١٤٤ کيلومتره پلنوالی لري ٠ يو غر چې يوي شان نوميزي له شمال نه تر جنوب پوري غزيدلی او لوړوالی يې د سمندري سطحې نه ٣٩٩٧ متره جګ دی ٠

د تايوان ټاپور د چين يوه ښکلې او غني طبيعي منابع لرونکې ټاپو ده ، ابو هوا يې معتدله او لنده ده ٠ ددې سيمې عمده زراعتي توليدات وريجي ، چايي دي ، خصوصا ميوې ډيرې توليديږي ٠ د بيلګې په توګه کيله ، نيچي ، ګني ، اناناس

مالتې ، نارنج او داسي نور ٠ دغه راز په تايوان کې ځنګلونه ډير دي چې مساحت يې د تايوان د عمومي مساحت په سلو کې ٥٥ برخه نيسي ، علاوه پر دې په تايوان کې د ماهيګيري چارو هم ډير پرمختګ کړی دی ٠

په تايوان کې د نفت ، سرو زرو او اوبو منابع هم ډير غني دي ٠ اوس په تايوان کې د نساجي ، الکترونيکي توليداتو ، د قند د جوړولو ، د پلاستيکي شيانو ، د بريښنا د توليدولو په ګډون يو صنعتي سيستم رامنځته شوی دی ٠

په تايوان کې ترانسپورتي چارې هم په سرعت سره مخ په وړاندې تللې دي ٠ د لته نه يوازي د اورګاډۍ لارې او سړکونه شته بلکې خلک کولای شي چې د الوتکو په وسيله له تايوان نه د نړۍ نورو هيوادونو او سيمو ته ولاړ شي ٠

ګرانودوستانو تای بۍ ښار د تايوان لومړي لوی ښار دی او د تايوان ولايت سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز هم دی ٠

د تايوان توريستي چارو په چټک ډول انکشاف موندلی دی ، په دې سيمه کې توريستي منابع ډير زيات دي ، ټول ولايت په څلورو توريستي سيمو يعني په شمالي ، منځني ، جنوبي او ختيځي برخو ويشل شوی دی ٠په شمالي توريستي سيمه کې د تای بۍ ښار ددې توريستي سيمې مرکز دی ٠ ددې ښار د ٤٠ مربع کيلومترۍ په شاوخوا سيمه کې ډير د ليدو وړ او ښکلي ځايونه ، لرغوني او تاريخي اثار ليدل کيږي ٠ په عين وخت کې په دې سيمه کې ځنګلونه ، جهيلونه او ساحلي ځايونه هم شته ٠ د داخلي او بهرنيو سياحانو په سلو کې ٤٠ برخه تای بۍ ښار ته ځي او د هغه سيمې سيل کوي ٠

محترمو دوستانو اوس مونږ لومړی د تای بۍ ښار ته ځو او و به ګورو چې دا يو څرنګه ښار دی ؟

مخکې مونږ ويلي دي چې د تای بۍ ښار د تايوان ولايت سياسي ، اقتصادي کلتوري او ترانسپورتي مرکز دی ٠ په ١٩٤٥ کال کې د جاپان په ضد جګړې د پای ته رسيدونه وروسته جاپاني حکومت تايوان د چين خلکو ته تسليم کړ٠ د هغه وخت نه راهيسي تای بۍ د تايوان ولايت د مرکز په توګه ټاکل شوی دی ٠

د تای بۍ ښار عمومي مساحت ٢٧٢ مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې دوو مليونو اوه لکو تنو ته رسيږي چې د تايوان د خلکو د عمومي اندازې په سلو کې ١٣ اعشاريه څلور برخه نيسي ٠ د تاي بۍ ښار د تايوان يو توريستي مرکز دی ، په دې ښار کې نه يوازې ښکلې منظره لرونکې سيمه شته بلکې د تای بۍ په نامه لوی پارک چې مساحت يې ٨٩ زرو مربع مترو ته رسيږي او ژو بڼ هم شته دي ٠ پرته له دې نه په دې سيمه کې يو شمير د ليدو وړ تاريخي اثار هم موجود دي ٠

ګرانو دوستانو د تای بۍ ښار د ليدو نه وروسته اوس مونږ د تای نان ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کوو ٠

د تای نان ښار د تايوان ولايت په جنوب لويديځ کې واقع دی او مساحت يې يو سلو پنځه اويا مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې ٦ لکه ٧٦ زرو تنو ته رسيږي ٠ د تای نان ښار د تايوان ولايت د څلورو لويو ښارونو څخه دی او د تايوان ولايت تر ټولو نه يو لرغونی ښار هم دی ٠ مخکې له هغه چې د تای بۍ ښار د تايوان ولايت د مرکز په توګه وټاکل شو تای نان ښار د تايوان سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز و٠ تر اوسه پوري په دې ښار کې ډير زيات تاريخي او قديمي ځايونه او اثار پاتي دي ٠ د تايوان ولايت په منځنې برخه کې يو جهيل شته چې ژي يوې تان نوميږي ، دا جهيل د تايوان په ولايت کې يو لوې طبيعي جهيل دی چې مساحت يې څه دپاسه ٩٠٠

هکتارو ته رسيږي او منځني ژوروالی يې له ٣٠ مترو څخه اوښتی دی ٠ دا جهيل د سمندري سطحې نه د ٧٦٠ مترو په لوړ ځای کې واقع دی ٠ د جهيل په منځ کې دګوانګ خوا په نامه يوه کوچنې ټاپو شته ، د ګوانګ خوا ټاپو شمالي برخه د لمر په شکل او جنوبي برخه يې د نيمې سپوږمۍ شکل لري ٠ نو په چيني ژبه کې دې جهيل ته د ژي يوې تان نوم ورکړشوی دی ٠ د ژي يوې تان جهيل په شاوخواکې غرونه چاپيرولاړ دي د جهيل اوبه ډيرې رڼې دي ، دا ځای په تايوان کې تر ټولو نه لومړی ښکلی منظره لرونکی ځای دی

عکس :د تايوان مشهوره منظره لرونکی سيمه _ دلمر او سپوږمۍ جهيل