د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د هند خارجه وزير نتوار سينګ د جون په ٦ نيټه په نوي ډيلي کې وويل هند به په مداومه توګه د پاکستان سره د خپل هراړخيز ديالوګ بهير پرمخبوزي او د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخيز مناسبات به نور هم پياوړتيا ومومي ٠ هغه د پاکستان د خارجه وزير قصوري سره د تلفوني خبرو په ترڅ کې نوموړي مطلب څرګند کړی دی ٠ د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند سارنا وويل د تلفوني خبرو په بهير کې سينګ پاکستان ته ژمنه وکړه چې د خپل حکومت د خارجي پاليسيو د دوام دپاره هند به په مداومه توګه د پاکستان سره هراړخيز ديالوګ وکړي ترڅو د دواړو خواوو مناسبات به نور هم پياوړي شي ٠
|