د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د جون په نهمه نيټه د جنوبي اسيا د اوضاعو په باب د يوه سيمينار د پاي ته رسيدو په مراسمو کې وويل اوس د هند او پاکستان ترمنځ د ټولو مسالو د حلولو دپاره ډير ښه فرصت برابر دی ٠ هغه په تاکيد سره وويل د کشمير په باب مساله د هند او پاکستان ترمنځ د کلي په حيث موضوع ګڼل کيږي ٠ دواړه هيوادونه بايد په صداقت ، انعطاف منونکي رويې او جرأت سره ددې مسالې د عملي کيدونکي حلوفصل دپاره لارې چارې ولټوي ٠
دغه راز مشرف دا هم څرګنده کړې ده چې پاکستان نيت لري چې د هند سره د يو پر بل باندې د زور د نه استعمالولو پر مسالې باندې بحث وکړي ٠ هغه وويل پوځي مقابله د سياسي موضوع د حلولو عملي کيدونکې وسيله نه ده ٠