<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-11 21:17:04    
داوريدونکو د تازه رارسيدلی ليکونو لنډيز

cri

رمز - د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو ! دا دی نن بيا ستاسو د خپرونی شيبی رارسيدلی او زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ، هيله ده چه د خپرونی ترپايه پوری د خپلو راډيو ګانو تر څنګ واوسی او د مونږ او اوريدونکی خپرونه چه ستاسو خپله خپرونه ده په دقت سره واوری ٠

وانګ – رمز صاحبه ! ښه به دا وی چه د خپلو اوريدونکو د خوشحالی او روغتيا په هيله لومړی ليک به ولولو چه څه پکښی ليکل شوی او د کوم محترم اوريدونکی له خوا رااستول شوی دی ٠

رمز – مهربانی وکړی ، تاسو يی پيل وکړی ٠

وانګ – دا ليک زمونږ د محترم اوريدونکی او د باختر کلب د مشر سيدالرحمن بهير دی چه د پاکستان د هری پور د کمپ څخه يی رااستولی دی ٠ هغه لومړی سلامونه ليکلی او بيا يی زياته کړی ده چه وروسته له ډيری مودی ما د خپل ليک ځواب واوريد ٠

رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو ، ليک يی چه په ځنډ خپور شوی دی ګواکی د پوستی د راليږلو ستونزی دی ٠ هر وخت چه ليکونه مونږ ته راورسيږی مونږ هغه خپروو ٠زمونږ په ياد دی چه ځوابی ليک او مجلی او مطبوعات مو درليږلی دی ٠ نو نه پوهيږو چه ولی ستاسو لاس ته نه دی ورغلی ٠

وانګ – همداشان محترم سيدالرحمن بهير په همدی ليک کښی يو شعر هم

رااستولی چه تاسو به يی ولولی ٠

رمز – سمه ده ، بهير صاحب دا راليږل شوی شعر داسی پيل کوی :

را ته ياد چه ستا يادونه پخوانی شي

ارمانونه می زاړه واړه زلمی شی

ستړی ستړی حادثو د زمانی کړم

ستا په غيږ کښی به می ليری ستومانی شي

چه د تيښتی اراده کړم د حالاتو

ستا د زلفو ولونه ما ته غړوندی شي

د احساس خوږ لنکی تاو چه ور ته ورکړم

د ژوند ناوی ته لوګی ځما ځوانی شي

وانګ – د بهير صاحب د نورو ليکونو په تمه ٠ او دا بل ليک د پيښور د نصرت مينی څخه زمونږ قلمی همکار او اوريدونکی سيد جمال فاطمی راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی د چين او افغانستان د ښو اړيکو تر سر ليک لاندی يوه مقاله هم ليکلی ده ٠

رمز – سلامونو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او مقاله به يی زه ولولم ٠

وانګ – مهربانی وکړی ٠

رمز - د فاطمی صاحب نوموړی مقاله داسی پيل کيږی : په پښتو کښی يو متل دی چه وايی – د زړه نه زړه ته لاروی په رښتيا چه هوښيارانو هيڅ هم پټ نه دی پريښی اوس می خبره دا کوله چه د چين او افغانستان ښی اړيکی !

لکه مخکښی مو چه وويل – د زړه نه زړه ته لار وی نو له همدی وجی نه چه

کومه مينه ، خواخوږی او همدردی چه افغانان له خپل ګاونډی هيواد چين سره لری مونږ پوهيږو ٠ همدا مينه ، خواخوږی او همدردی ده چه چين او افغانستان يی ښو او دوستانه اړيکو ته تشويق او هڅولی دی ٠

چين تل افغانانو ته د تکليف په وخت کښی لاس ورکړی دی اود خپلو مرستواو کومکونو په واسطه يی له ډيرو سختو کړاوونو او مصيبتونوڅخه ژغورلی دی ٠ چين تل د افغانانو په زخمونو د ملهم پټۍ لګولی دی ٠ د افغانانو دردونو ته دوا شوی دی او هر وخت او په هر حال کښی يی د افغانانو مرستی ته را دانګلی دی او له هيڅ ډول مرستو څخه يی ډډه نه ده کړی ٠ د چين دا نيکی به تل دپاره د باهمته افغانانو په ذهنونو کښی وجود ولری او د چين دا هراړخيزی مرستی د هيريدو نه دی او نه به يی افغانان هيری کړی ٠ لکه څنګه چه له ډيری مودی راهيسی د افغانستان او چين اړيکی ښی او دوستانه دی نو اوس هم د دواړو هيوادونو چارواکی او ملتونه غواړی چه په راتلونکی کښی هم ښی او دوستانه اړيکی ولری ٠ اوس افغانان ډير خوشحاله دی چه چين په ډيری چټکۍ سره پرمختګ کړی او کوی يی ٠ مونږ ددوی لازيات برياليتوبونه غواړو ٠

وانګ – د بلوچستان د مسلم باغ څخه د سلمان خيل د کلب مشر نياز خان او د کلب مرستيال شيرخان سلمان خيل او د کلب نورو غړو هر يو عابد سلمان خيل ، جمال ارمانی او سرورسلمان خيل په ګډه دا ليک ليکلی او مونږ ته يی ډير ډير سلامونه راليږلی دی ٠

رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو او دا چه ددوی د کلب د غړو شمير ١٠٥ تنو ته

رسيدلی ډير خوشحاله شولو ٠دوی ته مبارکي وايو ٠ مونږ به کوشش وکړو چه مجلی او نور مطبوعات وليږو ٠ ددوی د برياليتوب په هيله ٠

وانګ –د پاکستان د صوبه سرحد د کرم ايجنسی د صده بازار د دورانی کمپ څخه محمد الله حيدری د ليک په ترڅ کښی د سلامونو تر څنګ داسی ويلی چه مونږ ستاسو ټول پروګرامونه په ډير شوق سره اورو او ډيره علاقه ور سره لرو ٠ تاسی پوره يقين وکړی چه مونږ ستاسو له پروګرامونو سره لا زياته مينه لرو او دا زمونږ لومړی ليک دی چه درليږو يی ٠ هيله ده چه دا ليک ستاسو د خوشحالی وړ وګرځی ٠ مونږ غواړو چه تاسی زمونږ سره قلمی اړيکی وساتی او مجلی او مطبوعات راوليږی تر څو مونږ د چين په هکله ښه بلديت ترلاسه کړو ٠

رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو ، مونږ ډير خوشحاله يو چه تاسی مونږ ته ليک راليږلی دی مونږ هم غواړو چه له تاسو سره قلمی رابطه ښه وساتو ٠ ستاسو د نورو ليکونو په تمه ٠