د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د حکومت دکاري ګروپ مشرڅيوی تيان کاي چې په افغانستان کې پر چينايي کارګرو باندې د يرغل نه وروسته د پاتي مسالې د حلوفصل دپاره کابل ته ورغلی دی او په کابل کې د چين لوي سفير سون يوي شي د جون په ١٦ نيټه په افغانستان کې د مختلفو بينالمللي سازمانونو دفترونو ته تللي او د چين د کاري ګروپ سره د برابرولو مرستو له امله له هغوي څخه مننه څرګنده کړه ٠ څوي تيان کاي وويل د امنيت د تامينولو په شرط کې چين به په مداومه توګه د افغانستان د بيا رغاونې په کارونو کې فعاله برخه واخلي ، دغه راز چين حاضر دی چې په افغانستان کې د بيلابيلو بينالمللي سازمانونو سره نژدې همکاري وکړي او د افغانستان د بيا رغاونې په بهير کې لا ستر رول ولوبوي
(عکس :د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو لوي مديراو د هغه په مشرۍ کارې ګروپ په کندز کی د چينايي کارګرو پوښتنه وکړه .)