زمونږ د راډيو د خبريال د خبر له مخی دنشه يی موادو او قاچاق سره د مجادلی دپاره د هند او پاکستان ترمنځ د همکارۍ دوه ورځنی غونډه پرون د پاکستان په مرکز اسلام اباد کښی پای ته ورسيده . ددواړو هيوادو نماينده ګانو په دی موافق وکړه چه د نشه يی موادو په ضد او له قاچاق سره د مجادلی په برخوکښی استخباراتی تبادله او همکارۍ پياوړی کړی .علاوه پر دی دواړو خواوو په دی موافقه وکړه چه هند ته د پاکستان د هيروينو د قاچاق د مخنيوی او پاکستان ته د هيروينو د جوړولو دپاره د هند د کيمياوی شيانو د قاچاق د مخنيوی دپاره تدبيرونه ونيسی .