<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-17 18:46:26    
په انګلستان کي د چين د انګليسي ژبي د ښوونکو د روزنې پلان

cri

د چين لويديځه سيمه د چونګ چينګ ښار ، د سچوان ، ګوي جيو ، يون نان ، شان سي ، ګان سو او چين هاي له شپږو ولايتونو او د شينجانګ ، تبت ، ګوانګ سي ، نين شيا او داخلي مغولستان له پنځو خودمختارو سيمو څخه عبارته ده ، که څه هم ددې سيمې مساحت د چين د عمومي مساحت نه په سلو کي يو اويا برخه نيسي او د نفتو ، رنګه فلزاتو ، اوبو او نورو طبيعي منابعو زيرمه ډيره غني ده او د ولسي جمهوريت د جوړيدو د پنځوسو کالو راهيسي د تعليمي چارو په شمول په بيلا بيلو چارو کې ستر موفقيتونه تر لاسه شويدي ، خو د بيلا بيلو علتونو له امله ددي سيمې اقتصادي پرمختګ او په تيره بيا تعليمي چاري د ختيځ چين د پرمختللو سيمو نه ډيرې وروسته پاتي دې ٠ نو د چين حکومت د ٢٠٠٠ کال د جنوري په مياشت کي د لويديځ چين د ودانولو د عظيم پلان د تطبيق پريکړه وکړه ٠

ټولو ته معلومه ده چه د چين د لويديځي سيمې د ودانولو د پلان په رڼا کې د وروستيو څلورو کالو راهيسې ددې سيمې په تعليمي چارو کي مرکزي حکومت هر کال د تير شوي کال په نسبت زياتې پيسې اچوي ، خو لا هم يو لړ مشکلات ندي ليري شوي ٠ددې دپاره چه د منځنيو ښوونکو د انګليسي ژبي د ښوونکو تدريسي سويه لوړه شي ، د روان کال نه د لويويځې سيمې د انګليسي ژبي د ښوونکو د روزنې پلان تر تطبيق لاندي راغلی دی او ددې پلان د تفصيلاتو په هکله د ګوان سي د جوان قوم د خودمختارې سيمې د مرکز نان نين ښار د نهم منځني ښوونځي د انګليسي ژبي لومړي رتبه ښوونکې جاو باو هون خبريال ته وويل چه د نوموړي پلان لمخي چه د

انګلستان د ريدينګ پوهنتون د لوست او ژبې د مرکز سره لاسليک شوې ، پنځه کاله به دوام ولري او هر کال دوه دورې تطبيق کيږي او په هره دوره کې د يادول شويو يوولسو ولايتونو او خودمختارو سيمو څخه مجموعأ شپږ تنه ښوونکي د درو مياشتو دپاره روزل کيږي چه مجموعأ به شپږ سوه شپيته تنه ښوونکي وروزل شي ٠ چينايي ښوونکي د انګريزانو په کورونو کي اوسيږي او هره مياشت هر تن د کور خاوند ته اوه سوه پونډه د ژوند لګښت ورکوي چه په بله ژبه د چين حکومت به ددي پلان د بشپړولو دپاره پنځه لکه پونډه پيسې ولګوي ٠ ښوونکي جاو باوهون وويل چه د روزنې دا پلان مو دوه برخې لري ، يو يي د تدريسي طريقې او تيوري نوي کول او بل يي د انګليسي ژبي د استعمالولو د لياقت غښتليتوب دي او د ځانګړو استازانو لخوا روزل کيږي ٠ درې مياشتې د چينايي ښوونکو دپاره ډيره لنډه موده ده ، خو دوي ټولو داسي ويلي چه په دې لنډه موده کې تر لاسه شوي ثمرونه او تجربې مو ډيرې دي او دغه تر لاسه شوي ثمرونه او تجربې به لومړي د خپل ښوونځي نورو ښوونکو ته او وروسته به بيا د خپلې سيمې د نورو منځنيو ښوونځيو ښوونکو ته ورزده کړو چه دا هم د روزنې د پلان اصلي هدف دی ٠ښوونکې جاو باو هون د خپلو ترلاسه شويو ثمرونو او تجربو د يادونې په وخت کي وويل چه زما دپاره ډيره مهمه خبره دا ده چه پخواني تدريسي طريقه مو بدلون ومومي او هغه بشپړه کړو او په خپلوکارونو کې به له لاسه شويو ثمرونو او تجربو څخه په ښه او پوره توګه ګټه واخلو ٠همدا شان نورو ښوونکو ته به هم ګټورې تجربي ورکړو څو چه د ټولو ښوونځيو د انګليسي ژبې درسونه نوي سويې ته ورسول شي ٠ ښوونکې جاو خبريال ته په خوښۍ سره وويل چه د درو مياشتو د زده کړې نه وروسته له انګلستان څخه د وتلو نه مخکې زمونږ مکالمه ډيره ښه شويده ، پخوا په چين کې په انګليسي ژبه د مکالمې فضا او چاپيريال نه و ، خو په ريدينګ ښار کي مونږ بهر ته د تګ او په مغازو کې د شيانو اخيستلو دپاره مو مجبورأ له انګريزانو سره په مستقيم ډول خبرې کولې ، له دې امله زمونږ د مکالمې لياقت غښتلی شويدی ٠ له انګلستان څخه د وتلو په وخت کې زمونږ استازانو له مونږ څخه هيله وکړه چه بايد ددوي سره قلمي تماسونه وساتو او د هغو پرابلمونو او مشکلاتو د ليري کولو په هکله مثبتې او منفي تجربې چه زمونږ په تدريسي کارونو کې به پيدا شي ، په ليکونو کي دوي ته وليکو، دغه راز دوي دا هيله هم وکړه چه مونږ په خپلو راتلونکو کارونو کې لا ستر موفقيتونه ترلاسه کړو ٠