د چين د لويې وچی په جنوبی څيلمه کښی يوه ( لۍ جو) نومی ټاپووزمه ده او د ګوانګ دونګ ولايت (جان جانګ ) ښار په دی ټاپووزمه کښی پروت دی ٠ د جان جانګ ښار په هر ځای کښ د مځکنی کری د حاری منطقی خاصی منظری او ددی منطقی سره سم محلی قومی رسم رواج ليدل کيږی ٠ په دی ساحلی سيمه کښی اٌبی سمندر ، سپين او ځلاند شګونه او ميوه لرونکی ونی موجودی دی چه د لوی طبيعت د رنګارنګو او ښايسته منظرو په ليدو سره خلک مست کيږی او حتی دوی نه غواړی چه له دی ځايه ولاړ شي ٠
د جان جانګ ښاريان چه خپل ښار يادوی اٌبی سمندر يی خپل فخر بولی ٠ د جان جانګ ښار سمندری منابع ډيری غنی دی ٠ د ښار دريواړی خواوی له سمندر سره نغښتی دی او څه دپاسه ٣٠ ټاپوګان هم ور سره تړل شوی دی چه سمندری کرښه يی ١٥٥٦ کيلو متره اوږدوالی لی ٠
څرنګه چه (جان جاګ ) ښار د مځکنی کری په حاره منطقه کښی واقع دی نو د حاری منطقی منظره يی ځانګړی خاصيت لری ٠ په دی وروستيو کلونو کښی (جان جانګ ) خاص د سيلانيانو د ښه ساعت تيری دپاره په وار سره څو د ليدووړ ځايونه اباد شوی دی ٠ مثلاٌ د( دونګ های ) په نامه ټاپو کښی باعظمته سمندری منظری او شګلن تم ځايونه د خلکو علاقه جلبوی او د( بای شا) په نامه خليج نرم او ځلاند شګونه او د ارامۍ او سوکالۍ نه ډکه فضا سيلانيان ځانته راغونډوی ٠
( دونګ های) ټاپو په چين کښی د ٥ م لوی ټاپو مقام لری چه ختيځه خوا يی د جنوبی چين له بحيری سره تړل شوی ده ٠ څرنګه چه دغه ټاپو له ښاری سيمی نه دومره لری نه دی او ترانسپورتی اسانتياوی يی هم برابرې شوی دی نو زيات سيلانيان دی ټإپو ته ورځی او د غره پر څوکی باندی يی د سمندری افق نه د لمر د راختلو باشوکته منظره ګوری ٠
د ټاپو په سواحلو کښی د ٢٨ کيلو مترو په اوږدوالی او د٣٠٠ مترو په پلنوالی د چين تر ټولو نه لويه شګلنه ناوه شته ده ٠ نو په دی ارت شګلن ميدان کښی د چين د واليبال مسابقه او د نړيوال جام د ګټلو په غرض د اوبو پر مخ د بادبانی کښتۍ بينالمللی سيالی پر ځای کيږی ٠
د رخصتۍ په ورځو کښی خلک پرته له ی چه پر نرمو شګونو باندی څملی او د لمر له تودو وړانګو او د شګونو له تودوخی نه ګټه اخلی دوی هم کولای شي چه د اٌس په سپرلۍ په لارو منډی ووهی چه خيال يی د باشوکته سمندر تر تاٌثير لاندی په ازاده توګه فضا ته والوزی ٠ علاوه په دی سيلانيان سهار وختی د لمر د راختلو په رنګينو وړانګو سمندر غاړی ته ځی او د ماهيګری تور په وسيله د ماهيګيرانو سره يو ځای کبان نيسي ٠ دغه شان ماجرا پرست ځوانان له دغو لوبو څخه لزت اخلی چه د ګړندی کښتۍ په چلولو سره د سمندر د څپاندو اوبو په مخ نيلی ځغلوی او د هوايی غټی چترۍ په وسيله د سمندر دپاسه پوری وځی ٠
د ( جان جانګ ) په ساحلی سيمه کښی نه يوازی اٌبی اوبه ، شنه ځنګلونه او نازک او پاک شګونه ليدل کيږی بلکه تر سمندر لاندی يوه بله رنګارنګه مرجانی دنيا موجوده ده چه څو ګالو مخکښی د جان جانګ ښار د( سيو وين ) ولسوالۍ له خوا کشفه شوی ده ٠ په سمندری اوبو کښی دغه مرجانی ناوه ٥٠٠٠ هکتاره مساحت نيسی ٠ د سمندر د پوهانو په تحقيق قسمونه يی ٥٥ ته رسيږی ٠او ويل کيږی چه دا د چين د سمندر پر تل ښه طبيعی مرجان ساتونکی ناوه ده چه د قسمونوله لحاظه يی د هيواد د نورو سيمو نه زياته ده ٠ د سمندر په تل کښی رنګارنګ مرجانونه پيدا کيږی او هغه سره مرجانونه چه د نړی په نورو سيمو کښی لږ پيدا کيږی هم زيات ليدل کيږی ٠ اوس د جان جانګ ښار کوشش کوی چه د مرجانونو د ښه حفاظت کولو پر بنا ور څخه ښه استخراج وکړی ٠ مونږ د موټر په وسيله د( لۍ جو) ټاپووزمی په سری خاوری باندی حرکت کوو او داسی په زړه پوری منظری مو تر سترګو شوی چه د سړک په دواړو غاړو کښی ميوه لرونکی ونی ګڼه ګوڼی ولاړی دی چه باغبانی هنر يی د زراعتی نمونی حيثيت لری ٠
که تاسی د لرغون کشفۍ سره علاقه لری جان جانګ هم ستاسو دغه ارزو پوره کولای شی ٠ ځکه چه په دی ځای کښی زيات شمير تاريخی اوقيمتی اثار ساتل شوی دی ٠
دا بايد ستاسو په ياد کښی وساتل شی چه په جان جانګ کښی حتماٌ يو څه سمندری مرغلری واخلی ٠ ځکه چه جان جانګ د چين د سمندری مرغلری يو مهم توليدونکی ځای دی ٠