د سين هوا اژانس د خبر له مخي ، د پاکستان يو عالي رتبه هيأت د جون په ١٨ مه نيټه سهار نوي ډيلې ته ورسيد او له هند سره به د د ذروي اعتماد د رامنځ ته کيدو لپاره د امنيتي تدابيرو د موضوع په باب خبرې اترې وکړي ٠ دا به د ١٩٩٨ کال راهيسي لومړی ځل وی چه دواړه هيوادونه به د ذروي امنيت د موضوع په باب خبرې اترې وکړی ٠ اوسني دوه ورځني خبرې اترې به د جون په ١٩ مه نيټه شروع شي او دواړه خواوې به د ذروي خطر د کمولو او د ستراتيجيکي ثبات د ساتلو د موضوعاتو په باب د متخصصانو په درجه خبرې اترې وکړي او په عين حال کي به د هند او پاکستان د خارجه وزير د مرستيالانو په درجه د هغو خبرو اترو لپاره تياری ونيسي کومې چه به د روانې مياشتې په ٢٧ مه او ٢٨ مه نيټه په نوي ډيلی کي تر سره شي ٠
|