په کابل کی د جمهوريت روغتون د بيا جوړولو پروژه د افغانستان د بيا رغاونی دپاره دچين د حکومت له خوا دورکړل شويو مرستو څخه يوه برخه ده ، د اټکل له مخی په نوموړی پروژه کی به څلور مليونه دری لکه پنځوس زره ډالره ولګيږي او دکا ر د بشپړيدو وخت به يو نيم کال وی . دچين يو تن ماموروويل چه دچين پرکارګرو باندی د بريد پيښه چه د جون په لسمه نيټه د تروريستانو له خوا رامنځ ته شوه ، دچين او افغانستان تر منځ د ښه ګاونډيتوب اودوستانه روابطود ودې مخه نشی نيولی ، چين به په مداومه او فعاله توګه د افغانستان د بيا رغاونی په کار کښی ګډون وکړی .
( عکس ١- د جون په ١٧نيټه څو تنه چينايي کارګران د جمهوريت روغتون د بيا جوړولو د پروژې له ځای څخه تيريږی) .