<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-19 18:35:38    
د چين د فو جيان ولايت په باب څه معلومات

cri

د چين د فوجيان ولايت د چين په جنوب ختيځ کې واقع دی او د چين د تايوان د ولايت ترمنځ يوه ابنا موجوده ده چې عمومي مساحت يې څه دپاسه يو لک شل زره مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې يو ديرش مليونو اته لکو پنځوسو زرو تنو ته رسيدلی دی ٠ په دې ولايت کې د هان ، خوي ، مياو ، ګاوشان او من په شمول د زياتو قومونو خلک اوسيږي ، مرکز يې د فوجو ښار دی ٠

د فوجيان ولايت د څه د پاسه دوو زرو کالواوږد تاريخ لري نو په دې ولايت کې ډير زيات لرغوني او تاريخي ځايونه او اثار شته ٠ د فوجيان په ولايت کې غرونه ډير دي ، د غرني سيمو مساحت يې د ټول ولايت د مساحت په سلو کې اتيايمه برخه نيسي ٠ د ولايت مرکز فوجو ښار او د سيا من ښار په اوارو او ساحلي سيمو کې واقع دي ٠ په دې ولايت کې زراعتي ، ځنګلداري او سمندري منابع ډير غني دي ٠ مثلأ غنم ، ګني ، تمباکو او چاي ٠ د فوجيان چاي په چين کې ډير شهرت موندلی دی ٠ دغه راز په دې ولايت کې ميوې لکه کيله ، نارنځ ، اناناس ، لوکاټ او نيچې ډير پيداکيږي ٠ برسيره پر دې په دې ولايت کې د ځنګلونو مساحت په ټول چين کې لومړي مقام نيسي ٠

د فوجو ښار د فوجيان د ولايت مرکز دی او تاريخي او کلتوري ښار هم دی ٠ د فوجو په ښاري سيمه کې ٩ لکه لس زره تنه خلک اوسيږي ٠ د ښار شاوخوا غرونه او غونډۍ دي ٠ د فوجو ښار د څه دپاسه دوو زرو کالو تاريخ لري دا ښار نه يوازي يو

اوږد تاريخ لرونکی ښار دی بلکې د چين په جنوب ختيځ کې يو مهم سمندري بندري ښار هم دی ٠

٠ دغه راز په دې ښار کې توريستي منابع هم ډير زيات دي ٠ پرته له دې نه د چيوان جود ښار يو ډول خاصه او ځانګړې منظره چې د خلکو د علاقې وړ ګرځيدلې دا ده چې په دې سيمه کې يو شمير ښځې اوسيږي چې د خوي ان ښځي نوميږي

د چيوان جو ښار د خوي ان د ولسوالۍ په ساحل کې مسافرين تل داسي ښځې ليدلی شي چې لنډه کالي او غټ پطلون اغوندي او په سر يې ښکلي ټوکر او يو ډول خاصه خولۍ کوي چې د بڼس نه جوړه شوې او خلک ورته د دو لي نوم ورکوي ، خولۍ يې دې ته نژدې ده چې د هغوي نيم مخ هم پټ کړی ٠د توجه وړ ټکی دا دی چې د هغوي رينګين کمربند ډير ښکلی ښکاري ٠ د خوي ان د ښځو ځانګړي کالي او ځيره يې د مربوطو پوهانو ، ليکوالانو او هنرمندانو د شوق او علاقې وړ ګرځيدلې ده ٠ د چين حتی د نړۍ په زياتو مجلو ، ورځپاڼو او فلمونو کې هم د هغوي د ژوندون په باب مضمونونه او تصويرونه ليدل کيږي ٠توريستان چې د چين د فوجيان ولايت او چيوان جو ښار ته ځي ټول غواړي چې د خوي ان د ښځو ځانګړي کالي او د هغوي دودونه او رواجونه وګوري ٠

د خوي ان د ښځو د دو لي په نامه خاصه خولۍ د توجه وړ ده، د خوي ان يوي نجلۍ ځان چون پينګ چې توريستي لارښوونکې ده خبريال ته وويل د خوي ان د ښځو په دولي خولۍ کې د نجونود خوښۍ وړ زيات شيان ږدي ، د بيلګې په توګه په دې خولۍ کې کوچنې هنداره ، وړوکی ږمنځ، تصوير او داسي نور کله کله په دې خولۍ کې پيسې هم ږدي ، ځکه چې د خوي ان د ښځو په کاليو او پطلون کې هيڅ

جيب نشته ٠

د خوي ان د ښځو کالي او پطلونونه پخوا بل شان وو ، په هغه وخت کې د دوي

کالي غټ او اوږد او پطلونونه يې هم تنګ وو ٠ خو د کلونو کلونو د تيريدو سره سره او په کار کي داسانتياد برابرولو دپاره ددوي کالي لنډ او تنګ شوي او پطلون يې هم غټ شوي دي ٠٠

محترمو دوستانو د چين دفوجيان د ولايت په باب لنډ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠