د سين هوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي دفاع وزارت نطاق د جون په نولسمه نيټه وويل چه رئيس حامد کرزي فيصله وکړه چه د ګول ولايت مرکز چغچرن ته حکومتی عسکرو وروليږي څو چه د احتمالي مشکلاتو مخه ونيول شي ٠ نوموړي ښار د جون په اوه لسمه نيټه د محلي قبائلود وسله والو قواوو له خوا اشغال شوي دي ٠ د وروستيو څو هفتو نه راهيسي دسيمه ايزو حکومتونو د واکونو د ويشنې په هکله اختلافونه رامنځ ته شوي د ګول ولايت د پوليسي څانګې مسؤل چه د انتقالي حکومت له خوا مقرر شوي ، د محلي وسله والو قواوو د مشر ترمنځ روابط خړپړ شوي دي ٠
|