د سين هوااژانس دخبر له مخی ، د هند د مطبوعاتی ذرايعو د ٢٢نيټې د خبرونو سره سم ، د هند د واکمن ملي کانګرس رييسه سونيا ګاندی د پاکستان د جمهوررييس پرويز مشرف بلنه ومنله او ژر به پاکستان ته سفر وکړی .
خبر وايي ، د پاکستان خارجه وزيرخورشيد محمود قصوري چه د چين په چينګ داو ښار کی د اسيا د همکاری د ديالوګ په باب د خارجه وزيرانوپه دريمه غونډه کی برخه لري ، د جون په ٢١ نيټه د هند له خارجه وزير سينګ سره د خبرواترو نه وروسته نوموړي خبر اعلان کړ .
ښاغلی قصوری زياته کړه چه ددواړو هيوادونو خارجه وزيرانو په صميمانه او دوستانه فضا کی د کشمير په شمول يولړ موضوعاتو باندي بحث وکړ .