<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-24 16:56:18    
لرغونی جومات نوی ژوند پيدا کړيدی

cri

د جنوبی چين د هو نان ولايت جن شی ښار د چين د دوهم لوی جهيل << دونګ تينګ >> د ساحلی سيمې يو ښکلی لرغونی ښار دی او د دی ښار په مرکزی سيمه کښی يو داسی ښکلی جومات شته چه عربی ساختمانی خصوصيت لری٠ لږه موده دمخه په يوه جمعه کښی زمونږ د پښتو څانګې خبريال له دی جومات څخه ليدنه کتنه وکړه او د جومات له امام يقوب يانګ ياو وو او مربوطو شخصيتونو سره يی مرکه وکړه٠

د جن شی په ښار کښی د هوی او ويغور قومونو څه دپاسه يو زر تنه مسلمانان اوسيږی، د دوی نيکونو د خپل مذهبی ژوند د پاره د جن شی جومات جوړ کړ٠ امام يقوب يانګ ياو وو د جمعې د لمونځ نه دمخه خبريال ته وويل چه د تاريخی اسنادو له مخی د جن شی جومات لومړی ځل د چين د << مين >> سلسلې په وروستيو کالو يعنی د اوولسمې پيړۍ په څلورمه لسيزه کی جوړ شواو څه نا څه دری سوه څلويښت کلن تاريخ لری٠ اصلأ دا جومات له لرګيو څخه جوړهشوی ډيره لويه ودانی وه ، خو په تيره زمانه کی د دوو ځلو دپاره د سوځيدو په اثر پيمانه يی کوچنی شوه ٠ څرنګه چه په زاړه چين کښی مسلمانانو د ټولنې په لاندينی طبقه کښی ژوند کاوه ، نه يوازی ډير بيوزلی وو ، بلکه له تبعيض او ظلم سره هم مخامخ وو، نو دوی له اقتصادی لحاظه د جومات د ترميمولو طاقت نه درلود ٠ د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته ولسی حکومت څو څو ځله د خاصو پيسو په اختصاص سره دا جومات ترميم کړ٠ خو د اوږدې مودې په تيريدو سره د جومات د لرګيو ساختمان خراب شو او په يوې خطرناکې ودانی بدله شوه ٠ د مسلمانانو د امنيت د ساتلو او د دوی د عادی مذهبی ژوند د تامينولو دپاره د جن شی ښاروالی په ١٩٩٨ کال کښی فيصله وکړه چه د زاړه جومات په ځای يو نوی جومات جوړ شی٠ کله چه مسلمانانو دا خبره واوريده ، ډير خوشحاله شول او يو په بل پسی يی خپله ارزو څرګنده کړه او د نوی جومات د جوړيدو په کارکښی يی پوره برخه واخيستله ٠

د جن شی په ښاروالی پوری د قومی او مذهبی چارو د دفتر رئيس چای لی بای خبريال ته د جومات د جوړيدو د مقدماتی کارونو د يادولو په بهير کښی وويل چه د مربوطو موضوعاتو د حل دپاره د ښاروال د يوه مرستيال تر رياست لاندی په وار سره دری ځله ځانګړی غونډې جوړې شوې٠ د جومات د پخوانی پيمانې د اعاده کولو دپاره دی ته اړتيا وه چه د پخوانی جومات د شاوخوا شپږو کورونو ښاريان بل ځای ته انتقال شی، نو ښاروالی د زياتو پيسو په مصرفولو سره د دغو ښاريانو دپاره نوی کورونه جوړ کړل او د جومات د جوړيدو په پروژه کښی يی بيا زياتی پانګې او ساختمانی مواد واچول٠ښاغلی چای لی بای وويل چه د جن شی بيلا بيلو څانګو او د ټول ښار د بيلا بيلو قومونو خلکو هم د جومات له جوړيدو سره زياتې مالی او مادی مرستې وکړې ٠

کله چه خبريال له ښاغلی چای لی بای سره مرکه کوله، ځينی مسلمانان د لمونځ دپاره جومات ته راغلل، مسلمان يانګ ګوانګ شون خبريال ته وويل چه زمونږد نوی جومات د پروژې بشپړيدل د ښاروالی د پاملرنې او ملاتړ نتيجه ده ، د هغه وخت ښاروال پخپله د کار د الاتو په وړلو سره د ښاروالی له کارکوونکو سره يو ځای د جومات د جوړولو په جسمی کار کښی برخه واخيستله، د پروژې په ميدان کی کارګرو او مسلمانانو په خوښی سره وويل چه زمونږ ولسی حکومت په رښتيانی توګه د ملی اقليتونو پاملرنه کوی او د مسلمانانو د مذهبی عقيدې احترام او درناوی کوی ، مونږ په دی مناسبت وياړو چه د زياتو قومونو په لويه کورنۍ چين کښی ژوند کوو، مونږ به هرومرو د خپل هيواد او جن شی ښار د عصری ابادۍ ، د بيلا بيلو قومونو د يووالی او د ټولنې د ثبات د ساتنې دپاره ګډ کوششونه وکړو٠

له لمونځ څخه وروسته امام يقوب يانګ ياو وو خبريال ته وويل چه د هو نان ولايت د مذهبی چارو د ادارې، ولايتی اسلامی ټولنې، محلی حکومت او بيلا بيلو څانګو په ملاتړ د څه دپاسه يو کال د کوششونو له لاری زمونږ نوی جومات جوړ شويدی چه دوه پوړونه لری ، ساختمانی مساحت يی څلور سوه دری څلويښت مربع متره دی او په لوی تالار کښی يی څه دپاسه سل تنه مسلمانان په يو وخت کښی لمونځ اداء کولای شی ٠ د لوی او کوچينی اخترونو د نمانځنې په وخت کښی د جن شی ښار زيات مسلمانان او حتی د ښار له بهر نه راغلی مسلمانان په جومات کښی راغونډيږی او يو بل ته << اختر مو مبارک شه >> وايی ٠ دغه راز د ښاروالی مشران هم مونږ ته د مبارکی د څرګندولو دپاره جومات ته راځی٠ که څه هم د جن شی په ښار کښی مسلمانان کم دی، خو ښاروالی زمونږ ډيره پاملرنه کوی ، مونږ د زړه له کومی د چين د حکومت له روښانه قومی او مذهبی پاليسيو څخه مننه کوو ٠