<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-25 21:06:08    
د اوريدونکو لخوا د رارسيدلو ليکونو لنډيز

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو ، اسلام وعليکم !

زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه دا وياړ لرو چه بيا هم د خپلو اوريدونکو دخوښی او روغتيا په هيله د خپرونی کوربه يو ٠ هيله ده چه اوريدونکی دخپرونی ترپايه پوری له مونږ سره پاتی شي ٠

وانګ – مونږ تل هڅه کوو چه خپله دغه خپرونه د اوريدونکو دذوق او خوښی سره برابره جوړه او وړاندی کړو ٠ خو که چيری زمونږ اوريدونکی کومی نيمګړتياوی پکښې وينی نو کولای شي چه خپلی مشوری له مونږ سره شريکی کړی ٠ ترڅو د امکان په صورت کښی وکولای شو چه هغه ليری کړو ٠ د خپلو ټولو اوريدونکو د خوشحالۍ په هيله لومړی ليک به راواخلو چه له کوم ځايه او چا راليږلی دی ٠

رمز – وانګ جانی ! دا لومړی ليک د جنوبی وزيرستان د زيړينور کمپ واڼه څخه خان بهادر ځدران ، سيد قاسم شاه او اسلم خان ځدران راليږلی٠ د سلامونو تر څنګ يی د پروګرام ډيره ستاينه هم کړی ده او هم يی د مجلواو مطبوعاتی خپرونو غوښتنه کړی ده ٠

وانګ – سلامونو ته يی وعليک وايو ، د خپرونی له ستاينی څخه يی مننه کوو او ددوی په پته به مجلی او نوری خپرونی هم وروليږو ٠ ددوی د خوشحالی په هيله ٠

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد د باجوړ ايجنسی څخه محمد سليم خان هم سلامونه ليکلی او همداشان يی د مجلو ، جنترۍ او پست کارټونو غوښتنه

کړی ده ٠

وانګ - مونږ هم ور ته سلامونه وايو ، مجلی او نوری خپرونی به په راتلونکی کښی ددوی په پته وروليږو ٠

رمز – دا ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد د کوټ نوازکلی نه د شاهين د کلب مشر نور حسين پرديسی او نورو ملګرو يی هر يوه امدادالله ، فرمان الله ، رحمان الله ، کامران شاه ، رسول زمان ، پيرزمان ، محمد خالد خان ، عمران شان ، محمد تاشير خان او وړوکی محمد رئيس خان راليږلی ٠ سلامونه يی ليکلی او د خپرونی يی ډيره ستاينه کړی ده ٠

وانګ – زمونږ سلامونه دی هم ومنی او دا چه زمونږ د خپرونی او د پښتو څانګی د ټولو پروګرامونو څخه ښه ګټه اخلی ډير خوشحاله شولو ٠ مونږ ددوی د نيکو هيلو څخه مننه کوو او په راتلونکی کښی به مجلی او نوری چاپی خپرونی ددوی په پته وليږو ٠

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع هري پور نه د باختر دکلب مشر سيدالرحمن بهير د خپل راليږل شوی ليک په ترڅ کښی ډير ډير سلامونه ليکلی او همداشان يی د چين او افغانستان تر منځ د مناسباتو په اړه يوه مقاله هم ليکلی ده ٠

وانګ – سلامونو ته يی وعليک وايو او دا چه ښاغلی سيدالرحمن بهير صاحب زمونږ د راډيو د پښتو څانګی د سيالی د مقاله ليکلو په برخه کښی ونډه اخستی ده ورڅخه مننه کوو ٠ نو تاسو رمز صاحب به د بهير صاحب د راليږل شوی مقالی مهمی برخی ولولی ٠

رمز – سمه ده ٠ بهير صاحب په خپله مقاله کښی ليکلی چه ټولو ته خو معلومه خبره ده چه چين او افغانستان ٥ زره کاله اوږد تاريخ لری هيڅ کله افغانستان په چين باندی او چين په افغانستان باندی تيری نه دی کړی بلکی دوی په سولی او ښه ګاونديتوب کښی ژوند کړی دی ٠ همداشان کله چه ماو تسی دونګ په ١٩٤٩ م کال کښی د نوی چين بنسټ کيښود هماغه لرغونی او د ښه ګاونډيتوب پاليسی يی تعقيب کړه چه لا تر اوسه پوری جاری ده ٠ مونږ ويلی شو چه يوازنی هغه ګاونډی هيواد چه د يوه انچ مځکی په سر له افغانستان

سره هم شخړه نه ده کړی او يا کومه شخړه نه لری هغه زمونږ دوست هيواد چين دی ٠ کله چه د افغانستان او چين تر منځ سفارتی او سياسی مناسبات ټينګ شوی دغه اړيکی يو نوی پړاو ته پرمختګ کړی او په دی توګه چين له افغانستان او افغانانو سره تر خپلی وسی پوری پراخی مرستی کړی دی ٠ د دواړو هيوادونو د خلکو او مشرانو تر منځ تګ راتګ پيل شوی او د دوستی او مرستی نوی څپی رامنځته شوی دی ٠ دغه راز د جهاد په کلونو کښی هم چين د افغان خلکو معنوی او سياسی ملاتړ کړی دی او هم يی د ٢٠٠٢ م کال د جنوری په مياشت کښی د ټوکيوپه کنفرانس کښی له افغانستان سره د ١٥٠ مليونو ډالرو مرستی اعلان کړی ٠ په دی توګه چين د افغانستان په بيا رغاونه کښی ستره ونډه اخستی او د افغانانو تر څنګ د تروريزم سره په مبارزه کښی ولاړدی ٠ چين هيله لری چه ګاونډی هيواد افغانستان په سوله کښی ژوندوکړی سياسی ثبات ولری او د سوکالی او نيکمرغۍ په لور ګامونه اوچت کړی ٠

وانګ – د بهير صاحب ددی لنډی مقالی نه يو ځل بيا مننه کوو او دا چه سيدالرحمن بهير د يوه ښوونکی په توګه خپلو زده کوونکو ته د افغانستان او چين تر منځ د ښه ګانوډيتوب معلومات ورکوی د ستاينی وړ دی ٠ او مونږ ددوی د دغو دوستانه خدمتونو څخه خپله خوښی او خوشحالی څرګندوو ٠

رمز – زمونږ دائيمی دوست او اوريدونکی بشر دوست اريوبی تل ليکونه راليږلی او د سلامونو او نيکو هيلو تر څنګ يی يو غزل هم راليږلی دی چه زه به يی ولولم ٠

پريږده جفا وکړه وفا صنمه

مه منه خبری د بل چا صنمه

د غمازانو په لمسون مه غوليږه

يو وار خو راشه په رښتيا صنمه

ته چه بل سره خنديږی نه پوهيږم

چادر باندی کړی څه بلا صنمه

ستا د غمه په زړه زخمی زخمی يم

زړه به می روغ شي چه ووينم تا صنمه

د مينو زړونو ازار مه اخله

د مينو زړونو شه دوا صنمه

بشر دوست خو خپل زړه تا ته در وړه

ته لاړې شوی بی وفا صنمه