د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٦ نيټه د افغانستان د جلال اباد په ښار کې د تروريستي بريد پيښه وشوه چې په نتيجه کې لږ تر لږه درې تنه هغه ښځينه کارکوونکي چې د عمومي انتخاباتو د پاره يې تدارکاتي کارکاوه مړې شوې دي د محلي انتخابوونکو د نومونو د ثبتولو په مسوليت د ملګرو ملتو يو مامور محمد عظيم وويل باور لرم چې دا يو تروريستي بريد دی ٠ د طالبانو مشر محمدعمر ويلی و چې د جمهوري رياست او دپارلمان لومړي انتخابات چې د پلان سره سم به د سپتمبر په مياشت کې ترسره شي د افغانستان په مقابل کې د امريکې اشغال ته قانوني بڼه ورکوي ، هغه ګواښ ورکړی دی چې دی به په هره وسيله عمومي انتخابات وران کړي ٠ همدا شان د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو وختونو کې دا څرګنده کړې ده چې هغه به په هره بيه چې وي عمومي انتخابات په ټاکلي وخت کې سرته ورسوي
(عکس : افغانستان د هيواد د بيا رغاونې په هڅه کی دی په دی تصوير کی يوسوداګر په بازار کی تازه سابه پلوري .)