<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-01 17:09:52    
د چين حکومت د تبت د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب سپين کتاب خپور کړيدی

cri

د چين د حکومت مطبوعاتی دفتر په دی وروستيو وختونو کښی د تبت د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب سپين کتاب خپور کړی او په هغه کښی يی په تبت کښی د قومی سيمه ايز خودمختاريت د ترسره کيدو له ٤٠ کالو راهيسی ترلاسه شوی سياسی ، اقتصادی ، کلتوری او ټولنيز پرمختګ بيان کړيدی تر څو چه بين المللی ټولنه د چين د قومی پاليسۍ او د تبت د واقعی حالاتو په باب لا زيات معلومات ترلاسه کړی ٠ په نننی پروګرام کښی به تاسی د دی سپين کتاب لنډيزونه واوری ٠

په سپين کتاب کښی ويل شوی چه چين يو داسی واحد هيواد دی چه زيات قومونه لری ، د ملی اقليتونو د مساوات او خودمختاريت د حقوقو د ساتلو دپاره د چين حکومت د ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو په اوسيدونکو سيمو کښی د قومی سيمه ايز خودمختاريت عملی کول د قومی موضوعاتو د حلولو په باب د يوې اساسی پاليسی او د ولسی ديموکراسۍ د تطبيقولودپاره د يوه اساسی سياسی نظام په حيث بولی٠ د تبت خودمختاره سيمه په چين کښی د ولايت په درجه له پنځو قومی سيمه ايزو خودمختارو سيمو څخه شميرل کيږی او عمده قوم يی تبتی قوم دی ٠

په سپين کتاب کښی دی ته اشاره شوی چه په ميلادی ١٣ مه پيړۍ کښی تبت د چين د خاورې يوه برخه وګرځيدله، خو څرنګه چه په تيره اوږده تاريخی موده کښی فيوډالی مستبدو حاکمانو به د قومی تبعيض او ظلم پر بنا قومی پاليسی تطبيقوله او په تبت کښی به يی د محلی حاکمی طبقې واکونه ساتل، نو هلته د قومی مساوات او د خلکو لخوا پخپله د خپلو قومی چارو د اداره کولو په باب موضوعات نه و حل شوی ، نو د شلمی پيړۍ تر لومړی نيمايی پوری تبت لا هم د فيوډالی غلامۍ د نظام په تياری او وروسته پاتی ټولنه کښی پاتی و ٠

په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په اثر د تبت خلکو ته رڼا ورسول شوه، په ١٩٥١ کال کښی تبت له پخوانی فيوډالی ارتجاعی تسلط څخه سوله ايزه ازادی ترلاسه کړه او په دی اثر په دی ځای کښی د قومی سمه ايز خودمختاريت د عملی کيدو دپاره ښه بنسټ کښودل شو ، په ١٩٥٩ کال کښی د چين مرکزی حکومت او د تبت د خودمختارې سيمې تشکيلاتی کميټې د تبت د خلکو په لارښوونې سره د تبت د عالی رتبه حاکمی ډلې د ځينو کسانو وسله وال بغاوت ارام کړ او په تبت کښی يی ديموکراتيک اصلاحات ترسره کړل چه په دی توګه د ټولنيز نظام له لحاظه په تبت کښی د قومی سيمه ايز خودمختاريت د عملی کولو په لاره کښی خنډونه ليری شول٠ د ١٩٦٥ کال په سپتمبر کښی د تبت خودمختاره سيمه په رسمی توګه جوړه شوی او له دی څخه په تبت کښی د قومی سيمه ايز خودمختار نظام هراړخيز تطبيق څرګند شويدی٠ د چين اصلاخاتو او ورحلاصون د تبت د خلکو د قومی سيمه ايزو خودمختارو حقوقو د پوره تامينولو دپاره روښانه راتلونکی پرانيستلی ده٠ په ١٩٨٤ کال کښی چين د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب د چين د ولسی جمهوريت قانون صادر کړی او له دی لاری يی د تبت د خلکو د خودمختارو حقوقو د ساتلو دپاره قانونی ضمانت برابر کړيدی٠ د چين حکومت د تبت د واقعی حالاتو له مخی د تبت د پاملرنې کولواو د دې سيمې له اقتصادی ابادۍ څخه د ملاتړ کولو په باب مهمه فيصله کړی او د تبت اقتصادی او ټولنيز پرمختګ ته د چټکتيا ورکولو په باب يی يو لړ امتيازی پاليسۍ او تدبيرونه نيولی دی٠

په سپين کتاب کښی دی ته اشاره شوی چه د قوانينو له مخی ، د تبت خلک د دولتی چارو په اداره کولو کښی د مساوی ګډون حق لری او په عين وخت کښی پخپله د خپلې سيمې او ځانګړی قوم د چارو د اداره کولو خودمختار حق هم لری٠ د تبتی قوم او نورو ملی اقليتونو کادرونه د تبت د خودمختاری سيمې د کادرونو د ليکو اصلی او عمده قوې په حيث د خپلې سيمې د چارو د اداره کولو په برخه کښی پوره واکونه لری ٠ دغه راز تبتيان د تبتی قوم او نورو ملی اقليتونو يو شمير اتباع په مستقيمه توګه د دولتی چارو په اداره کولو کښی برخه اخلی او حتی ځينی يی د مرکزی حکومت د مربوطو وزارتونواو څانګو لارښوونکی مامورين هم دی ٠ د تبت د خودمختارې سيمې ولسی کانګرس د محلی قومونو د سياسی ، اقتصادی او کلتوری خصوصيتونو له مخی د خودمختارو مقرراتو او نورو ځانګړو مقرراتو د جوړولو واکونه هم لری ٠

د چين د حکومت په سپين کتاب کښی دی ته اشاره شوی چه د قومی سيمه ايز خودمختاريت حساسه مسئله د قومی خودمختارو ځايونو د ټولنې او اقتصاد انکشاف ته چټکتيا ورکول او د ملی اقليتونو د خلکو د مساوی انکشافی حقوقو تامينول دی٠ د چين حکومت تر وسی پوری د تبت اقتصادی او ټولنيز انکشاف ته د چټکتيا ورکولو دپاره له دې سيمې سره زياتې مرستې کړی او د پانګو، تخنيکونو او بااستعدادو کسانو له لحاظه يی ورڅخه خاص ملاتړ کړيدی٠ نو له څلويښتو کالو راهيسی د تبت په بيلا بيلو چارو کښی ډير چټک پرمختګ ترلاسه شوی ، د خلکو ژوند يی ورځ په ورځ ښه شوی او ځينی يی نسبتأ بډای سويې ته رسيدلی دی ٠