<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-02 22:10:47    

د اوريدونکو د راليږل شويو ليکونو لنډيز


cri

رمز – وانګ جانی ! کله چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی زيګنال خپريږی نو مونږ ته دا احساس راپيدا کيږی چه اوريدونکی به مو خامخا د خپلو راډيوګانو تر څنګ ناست وی او د انتظار دا شيبی به شميری چه د خپل ليک ځواب واوری او يا خو به يی په دی هيله غوږ نيولی وی چه مونږ څه ور ته وايو ٠

وانګ – رمز صاحبه ! لکه چه د اوريدونکو سره دی سلام او وعليک هير شو او پرته له سلام ويلو نه دی خپرونه پيل کړه ٠

رمز – نه ، داسی نه ده ، زه او ته او په مجموع کښی زمونږ د پښتو څانګی ټول کارکوونکی د خپلو اوريدونکو سلامتيا او روغتيا غواړو ٠ که د خپرونی په پيل کښی هغوی ته خپل سلامونه ووايو او يا د خپرونی په پای کښی زمونږ هيله ددوی سلامتيا او روغتيا ده ٠ په دی توګه به زمونږ اوريدونکی دا له مونږ سره ومنی چه مونږ تل د زړه له کومی د خپلو درنو اوريدونکو درناوی کوو او هغی زمونږ په زړونو کښی ځای لری ٠

وانګ – دا په زړه پوری مقوله دی نه ده اوريدلی چه وايی اول سلام بيا کلام

رمز- په هر حال نن می خبری د سلام نه دمخه پيل کړی او ددی ټولو يادونو سره سره بيا هم خپلو اوريدونکو ته وايو چه اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ٠

وانګ – بيا هم دی اوريدونکی له ځانه خپه نه کړل اوس به لومړی ليک ولولو چه د کوم ځای څخه چا راليږلی دی ٠

رمز – دا لومړی ليک او لومړنی اوريدونکی د صوبه سرحد ضلع مردان څخه ناصر خان کوملی راليږلی نو ښه به دا وی چه د دغه ورور د ليک متن ولولو ٠

وانګ – مهربانی وکړی ٠

رمز – د سلامونو له ليکلو وروسته ليکی چه يوه ورځ په کور کښی ناست وم ، ناڅاپه

می ستاسو پروګرام په راډيو کښی واوريد ٠ زما ډير خوښ شو ٠ د پروګرام په پای کښی تاسو د اسلام اباد پته وويله نو سمدلاسه می دا خط وليکه ٠ هغه د خپل ليک په پای کښی زياتوی : د غريبی او مجبوری له امله کم تعليمه يم او د تعليم په ارمان يم ٠

وانګ – په رښتيا هم څومره د اخلاص نه ډک ليک دی او دا چه ښاغلی ناصرخان کوملی زمونږ د پروګرام د اوريدو سره سم هغه خوښ شوی اوستاينه يی کړی ده زمونږ د خوشحالی سبب وګرځيد ٠ بله دا چه زمونږ دی ورور د ځينو ستونزو او مشکلاتو له امله لوړی زده کړی نه دی پاي ته رسولی او دده پخپله خبره کمه تعليمه پاتی شوی دی ٠ نو مونږ ور ته دا ويل غواړو چه انسانی ژوند تل له ستونزو او مجبوری نه ډک وی خو تاسو ته لازمه ده چه ټينګ عزم ولری او که زمينه در ته برابر شي نو پوره تعليم او زده کړی به هم وکړی ٠ مونږ به په راتلونکی کښی مجلی او جنتری هرومرو ستاسو په پته دروليږو ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز – دا بل ليک د صوبه بلوچستان د ضلع قلعه عبدالله تحصيل چمن څخه زمونږ پوخ اوريدونکی شير محمد حقمل يار صاحب راليږلی ، د سلام نه وروسته يی ليکلی چه ډيره موده کيږی چه قلمی اړيکی سره نه لرو ، خو پروګرام د تل په شان اورم ٠

وانګ – حقمل يار صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، د ليکونو د ځوابونو سلسله

د پخوا په شان جاری ساتو٠ خو دا چه تاسو ته زمونږ ليک نه دی رسيدلی ښائی ستاسو پته او ليک مونږ ته نه وی رارسيدلی ،اوس چه مو ستاسو

ليک ترلاسه کړ هرومروبه يی د مجلو او نورو مطبوعاتی خپرونو سره ځواب دروليږو ٠ بريالی اوسي ٠

رمز – وانګ جانی ! د ملنګ جان شابيوال ښکلی او دصفا او صميميت نه ډک شاعرانه ليک خو می همدااوس مخی ته پروت دی ، شابيوال صاحب په ډيره خوږه ژبه لومړی تاسو ته او بيا يی ټولو کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه ويلی ٠ له سلامونو نه وروسته يی د پروګرام په هکله د زړه خواله کړی او بيا يی د سلا او مشوری په توګه جوړونکی وړانديزونه هم مطرح کړی دی ٠

وانګ – ملنګ جان شابيوال صاحب او ددوی د کلب ټولو غړو ته مونږ د اخلاص او پيروزينی ډک سلامونه وايو ٠ د پروګرام په هکله يی د نظريو او وړانديزونو څخه ډيره مننه کوو او هڅه به وکړو چه د امکان په صورت کښی پخپلو راتلونکو پروګرامونو کښی لا زيات سمون راولو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

رمز – د پيښور صلع تحصيل نوشهر څخه احمد خان دره وال د سلامونو او پيروزينو نه ډک ليک راليږلی او زياتوی چه مونږ ټول ستاسو پروګرامونه په ذوق او شوق سره اورو ځکه د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی ډير په زړه پوری پروګرامونه خپروی او دا ددی سبب شوی دی چه هغه په ډير دقت او غور سره واورو٠

وانګ – مونږ هم دره وال صاحب ته خپل سلامونه وړاندی کوو ، د اخلاص او

صميميت نه ډک ليک څخه يی مننه کوو ٠

رمز – او د نننی خپرونی وروستی ليک بيا هم نوی ليک دی او زمونږ نوی اوريدونکی راليږلی ٠ زمونږ دا ورور عبدالمالک مينه وال نوميږی او د بلوچستان د چمن له ويش بندر څخه يی له مونږ سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی کړی دی ٠

وانګ – مونږ هم عبدالمالک مينه وال صاحب ته چه زمونږ نوی اوريدونکی دی سلامونه وايو ٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم ليکونه راواستوی او په

دوامداره توګه له مونږ سره خپلی قلمی اړيکی وساتی ٠ ددوی دخوشحالی

او نيکمرغۍ په هيله ٠