<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-03 19:48:11    
د چين د يون نان ولايت د دالي سيمې په باب لنډه کتنه ٠

cri

د دالي سيمه د چين د يون نان ولايت د مرکز کون مين ښار په لويديځ کې واقع ده او مساحت يې تقريبأ ديرش زره مربع کيلومترو ته رسيږي ٠ په دې سيمه کې اکثرأ د بای قوم خلک اوسيږي، پرته د بای قوم د خلکو نه په دې سيمه کې د هان ، يي ، خوي د قومونو په شمول د نورو دوولسو قومونو خلک هم شته دي ٠ د بيلابيلو قومونو خلک يو له بل سره په روغه کې ژوند کوي ٠

د دالي سيمه نه يوازي د يون نان په ولايت کې بلکې په ټول چين کې هم شهرت موندلی دی ، ولې چې په دې سيمه کې ډيرې ښکلې منظرې او ځانګړي دودونه او رواجونه د خلکو علاقه او شوق ځانته راجلبوي ٠

د دالي په سيمه کې يو لوړ او لوي غر شته چې څانګ شان نوميږي ٠ ددې غر څوکه هميشه په سپينو واورو پوښ شوی دی ٠ دغه راز ددې غره په لمن کې د اير هاي په نامه يو لوي جهيل شته ٠ دا جهيل نه يوازي د دالي سيمې ته تازه او لنده هوا رسوي بلکې يې د څانګ شان له غره سره يو ځای د ليدو وړ ښکلې منظره جوړه کړه ٠ نو په دې وجه د کښتۍ په واسطه په دې جهيل کې ګرځيدل او د غر او جهيل د ښکلو منطرو سيل کول د دالي سيمې د سيل کولو په ترڅ کې د سياحانو لومړی پروګرام دی

د اير هاي جهيل په لوړه کې د يوې مرغلرې په توګه بلل شوی دی ٠ چې مساحت يې له ٢٤٠ مربع کيلومترو څخه اوښتی دی او شاو خوا ځايونه يې لوړ غرونه دي ، ددې

جهيل د سيل دپاره هرکال ډير چينايې او بهرني سيلانيان د دالي سيمې ته ځې ٠ که څه هم مسافرين او سياحان ډير دي خو د جهيل چاپيريال پاک دی او د جهيل اوبه هم نه دي ککړې شوې هميشه رڼې ښکاري ٠

د دالي د توريستي چارو د ادارې رئيس ښاغلي خه يې جانګ وويل محلي حکومت د جهيل دچاپيريال د ساتنې دپاره ډير کوشش کړی او يو لړ موثر تدابير يې نيولي دي نو ځکه د ايرخای د جهيل ښه چاپيريال ساتل شوی دی ٠

سياحان نه يوازي کولای شي چې د کښتۍ په وسيله د ايرخاي جهيل او د څانګ شان غر د ښکلو منظرو سيل وکړي بلکې په کښتۍ کې د باي قوم د نجونو د محلي او ځانګړي نڅا ننداره هم کولای شي ٠

په کښتۍ کې د باي قوم نجلۍ د نغمې سره سم سياحانو ته د جوش کړي چاي د وړاندې کولو په بهير کې نڅاکوي ٠ د باي قوم د دود او رواج له مخې بايد ميلمنو ته درې ځله چاي وړاندې کړي ٠ دغه درې واره چاي يو شان نه دي ، لومړی چاي تريخ دی ، دوهم چاي خوږ دي او دريم چاي هم تريخ دي او هم خوږ دي ٠ له دې څخه دا ښکاري چې د خلکو ژوند لومړي تريخ دی او بيا خوږ او نيکمرغه دی ٠

سياحان په کښتۍ کې ليرې ځای ته ګوري نو په ليرې غره کې درې سپين بودايي برجونه ليدلی شي له درو برجونو څخه يو اصلي برج چې چيان شيون نوميږي ٦٩ متره لوړوالی لري او د څه دپاسه زر کاله مخکې جوړشوی دی ٠ د اصلي برج په دواړو خواوو کې نور دوه برجونه هم شته چې د اصلي برج سره يو شان شکل لري ٠ خو لوړوالی يې تر اصلي برج ټيټ دي چې لوړوالی يې تقريبأ ٤٢ متره دی ٠

ګرانو دوستانو د دالي سيمې د څانګ شان د غره ، د ايرخاي جهيل او ددريو

برجونو د سيل نه وروسته اوس د دالي لرغوني ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کوو ٠ د دالي لرغونی ښار د يون نان په ولايت کې يو اوږد تاريخ لرونکی ښار دی ، تر اوسه پوري په دې ښار کې واټونو ، ودانيو او کورونو د څو سوو کالو نه مخکني خپل لرغوني شکلونه ساتلي دي ٠ د واټونو په دواړو غاړو کې زيات دکانونه شته چې پکې د باي قوم ځانګړي خصوصيت لرونکي او عنعنوي شيان پلورل کيږي ٠٠ البته د دالي په لرغوني ښار کې عصري جنبه هم معلوميږي ٠ د ښار په يوه لويه کوڅه کې چې په ځانګړي توګه د عصري شيانو د پلورلو دپاره پرانيستل شوې ده پرته د رنګارنګو عنعنوي شيانو د خرڅلاو دکانونو څخه په زياترو دکانونو کې بهرني خوراکونه ، قهوه او نور خارجي توليدات پلورل کيږي ٠ خارجي سياحان کولای شي چې د خپل خوند له مخې خوراکونه واخلي قهوه وڅکي او ساعت تيري وکړي ٠ يوې خارجي پيغلې چې ګرالدين لاورينديو نوميزي وويل

د دالي او يون نان خلک ميلمه پالونکي خلک دي او د دالي منظرې ډيرې ښکلې دي ، خلک په اسانه توګه دلته راتلی شي او په دې ځای کې د خلکو سره هم په سانۍ سره خبرې کولای شي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د دالي سيمې ځينې ښکلې او د ليدو وړ منظرې او ځايونه تاسو ته معرفي کړل ، خو په دالي کې نورې زياتې منظرې هم موجودې دي ، که تاسي دالي ښار ته ولاړشي نو کيدای شي چې د نورو منظرو نه هم خوند واخلي ٠