د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د پاکستان د خارجه وزارت وياند مسعود خان نن ( د جولاي په پنځه نيټه ) اعلان وکړ چه د هند خارجه وزير سينګ به د رواني مياشتي په شلمه نيټه پاکستان ته دوه ورځني رسمي سفر وکړي ٠ مسعود خان وويل چه د سفر په موده کې به هغه د پاکستان له خارجه وزير خورشيد محمود قصوري سره د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير د چټکتيا ، د ذروي اعتماد د ټينګتيا ، د مخدره موادو او قاچاق سره د مبارزي په باره کي خبري وکړي ، برسيره پردي سينګ به د جنوبي اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي ٠
|