<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-08 18:15:59    
د مياو قوم د کلتوری ميراث د ساتلو دپاره هڅه

cri

د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جيو ولايت د دا فانګ ولسوالی د چين له هغو درو سيمو څخه شميرل کيږی چه زيات شمير بزګرانو په نقاشۍ کولو کښی شهرت موندلی دی ٠د دې ولسوالی د نقاشو بزګرانو له ډلې څخه نقاش وو جن کوۍ ډير مشهور دی ٠

وو جن کوۍ د دا فانګ ولسوالی د هوا ګوه د کلی يو بزګر دی چه د مياو په قوم پوری اړه لری، هغه ٤٣ کلن دی او د نقاشۍ کولو په برخه کښی څه دپاسه شل کلنه تجربه لری٠ د ده د نقاشيو اثار په وار سره د ګوۍ جيو ولايت د مرکز ګوۍ يانګ ، بيجينګ ، شانګهای، ګوانګ جيو او هانکانګ په نندارتونونو کښی ښودل شوی، د چين د قومی کلتوری موزيم لخوا ساتل شوی او د چين د بزګرو د نقاشيو په ملی سيالی کښی يی جائزې ترلاسه کړې دی٠

د ښاغلی وو جن کوۍ کور يو کلوالی انګړ دی چه د غرونو په منځ او د يوه سيند په غاړه کی پروت دی، پکښی د انګورو تاکونه او د شفتالو ونې د نوموړی د کور انګړ لا نور هم ښکلی کړيدی٠

وو جن کوۍ د هلکتوب په موده کښی هوښيار، پلټند او نوښت ګر و چه د زده کړې نمرو به يی تل د ټولګی په لومړی قطار کښی ځای نيوه او ده به له دی سره شوق او مينه درلوده چه له سريښناکو خټو څخه يی د ماشومانو، مرغانو او نورو ژويو مجسمې جوړې کړې او جوړې شوې مجسمې کټ مټ د ژونديو شيانو په شان وی٠ دغه راز هغه به د تصويرونو له کښلو او رسامی سره هم دلچسپی درلوده او د تصوير کښلو او رسامی په درس کښی به يی ډير کوشش کاوه ٠ هغه به کله کله د سيند په غاړه کښی د ونو د ښاخ په وسيله د شګو پر مځګې باندی تصويرونه کښل او د لمر تر لويدو پوری به کور ته بيرته ته چه په نتيجه کښی د نقاشۍ کښلو مهارت يی ګام په ګام لوړ شو٠ يوه ورځ يو محلی مامور د وو جن کوۍ يوه هغه نقاشی وليدله کوم چه د خپل کور د انګړ پر ديوال باندی يی ځوړنده کړې وه ، نو هغه يی د ولسوالی کلتوری ماڼۍ ته معرفی کړ ٠ سر له هغه وخت څخه وو جن کوۍ په رسمی توګه د نقاشيو د کښلو په زده کړې پيل وکړ او د ښوونکی په مرسته د ده مهارت لا ډير لوړ شو٠

وو جن کوۍ د کوششونو له لاری د نقاشيو کښلو په باب ځانګړی مهارت او هنر رامنځ ته کړيدی٠ يوه ورځ يوه خارجی دوست په خپل ډير مسلکی نظر د ده د يوې هغې نقاشۍ له ليدو نه وروسته کوم چه له ډيرې مبالغې او خيال پرستۍ څخه ډکه ده ، بيا بيا << افرين >> ووايه ، وو جن کوۍ له دې ستاينې څخه ډير تشويق شو چه وروسته له هغه يی په خپلو نقاشيو کی د مبالغې مهارت استعمال کړ او په خاصه توګه يی د خپل قوم يعنی د<< مياو>>قوم د بزګرو د جسمی کار د منظرو او د مياو قوم دودونو او کيسو په باب ښکلی نقاشۍ وکښلې او خلکو دده د نقاشيو لوړه قدردانی وکړه٠ دا د وو جن کوۍ له خوا د نقاشيو د کښلو پيل و٠د وختونو له تيريدو سره سره د وو جن کوۍ نقاشۍ چه د مياو قوم له توليدی چارو او ژوند څخه رامنځ ته شوی، له غرونو څخه وتلی او د هيواد د زياتو ځايونو په نندارتونونو کښی ښودل شوی چه بيا بيا جائزې او مدالونه يی ترلاسه کړيدی٠ د هانکانګ يو سوداګر د وو جن کوۍ د يوې نقاشۍ له اخيستلو نه وروسته پر دی خبر شو چه وو جن کوۍ يو بزګر دی، نو و يی غوښتل چه ور سره کتنه وکړی٠ کله چه د ده ارزو ترسره شوه ، ډير خوشحاله شو٠

لږه موده دمخه نقاش وو جن کوۍ د کليوالی جسمی کار په فارغو وختونو کښی د هانکانګ د يوه نندارتون دپاره څه دپاسه څلويښت نقاشۍ وکښلې چه د نندارچيانو په نظر نوموړی ټولې ښکلی نقاشۍ د خاورو او خټو خوشبوئی ورکوی ٠

د << ان پين او مان ځو >> په نامه د وو جن کوۍ يوې نقاشۍ يوه داسی کيسه وړاندی کوی چه د مياو قوم ځوان ان پين د نجلۍ مان ځو د بچولو دپاره له ببر سره شجاعانه او زړه وره مجادله وکړه او بری يی وموند چه په نتيجه کښی دوی دواړه نيکمرغه ژوند تيروی٠ دا نقاشی د چين د بزګرو لخوا د کښل شويو غوره نقاشيو په نندارتون کښی ډيری وتلی نقاشی په توګه وټاکل شوه٠ له څو کالو راهيسی ښاغلی وو جن کوۍ د مياو قوم د عنعنوی دودونو د ترسيمولو په باب زيات تصويرونه او نقاشۍ کښلې او له دی لاری يی هيوادوالو او نړيوالو ته خپل قوم معرفی کړيدی٠ څرنګه چه اوس د مياو قوم ځينی دودونه له منځه تللی دی او د کلی هغه سپين ږيری چه په ډير ښه شان سره يی د مياو د قوم کيسی ويلای شوې، له دنيا څخه خدای پامانی کړيده، نو وو جن کوۍ فکر وکړ چه که زه د نقاشيو او تصويرونو په وسيله دغه دودونه راژوندی نه کړم، نو زمونږ راتلونکی نسلونه به د خپل قوم د عنعنوی دودونو او رسمونو په هکله هيڅ معلومات و نه لری٠ ويل کيږی چه د نقاشيو په وسيله د خپل قوم د کلتوری ميراث ساتل د نقاش وو جن کوۍ اصلی هدف دی٠

د وو جن کوۍ د کورنۍ ټول غړی د ده په لارښوونه او ښوونه نقاشی کولای شی او ښوونکی يی هغه خپل ځان دی٠ زامنو يی ښوونځی ته له داخليدو نه مخکښی د تصوير کښل زده کړل، نږور يی کور ته له راتللو نه وروسته تر ټولو نه لومړی د نقاشۍ کولو زده کړه وکړه او اوس لمسيان يی هم داسی دی ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه د وو جن کوۍ مشر زوی وو شينګ هوا هم د نقاشۍ کولو په برخه کښی ښه موفقيتونه ترلاسه کړی چه په ٢٠٠١ کال کښی يی د ختيځ چين د جه جيانګ په ولايت کښی د بزګرو لخوا د کښل شويو نقاشيو په نندارتون کښی طلايی مدال ترلاسه کړ٠ دغه راز وو جن کوۍ په خپل کور کښی د رسامی کورس هم جوړ کړی او په وړيا توګه د مياو قوم ماشومانو ته د رسامی او نقاشۍ کښل ورزده کوی٠