<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-09 16:53:18    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی دخپرونی محترمو اوريدونکو ، اسلام وعليکم !

خوشحاله يو چه زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه بيا هم ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو سره د اوريدونکو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – دخپلو اوريدونکو د سلامتيا او روغتيا په هيله د صوبه سرحد د مردان څخه دښاغلی محمد عثمان مردانوی د ليک په لوستلو سره د ليکونو برخه پيل کوو ٠

رمز – زمونږ دی ورور په خپل ليک کښی څه ليکلی دی ؟

وانګ – لومړی يی سلامونه ليکلی او بيا يی زمونږ د روغتيا او سلامتيا هيله کړی ده٠ هغه په خپل ليک کښی زياته کړی ده چه مونږ ستاسو دايمی اوريدونکی يو او د کلب ټول غړی ډير په مينه او شوق سره د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونه اوری ٠ همداشان مردانوی صاحب د خپل ليک سره يو ځای يوه دري مياشتنی خپرونه دتاتری په نوم هم راليږلی او په هغه کښی يی د بودايی دين د خپريدو په هکله معلومات خپاره کړی دی ٠

رمز - د مردانوی صاحب سلامونوته وعليک وايو دا دی ليک مو ور ته خپور کړ او په راتلونکی کښی هم ددوی د ليکونو په تمه يو ٠

وانګ – د کوهاټ له ګهمکول دريم لمبرکمپ څخه زمونږ دايمی اوريدونکی او د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی څو ليکونه رارسيدلی او د سلامونو نه يی وروسته د افغانستان د اتنخاباتو په هلکه هيله څرګنده

کړی ده چه دغه انتخابات په بری سره پای ته ورسول شي او ټول افغان مهاجرين بيرته خپل خوږ هيواد افغانستان ته ستانه شي ٠

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد د پيښور له چار سدی نه معشوق جان کامه وال او عاشقه الله کاموال په ګډه ليک راليږلی ، د سلامونو په ترڅ کښی يی دا زياته کړی ده چه مونږ ستاسو خپرونه په ډير شوق او محبت سره اورو او ډيره علاقه ورسره لرو او ددی څخه ډيره فايده اخلو ٠ ستاسو ليک او جايزه ماته راورسيده او دا چه په راډيويی سيالی کښی د جايزی مستحق ګرځيدلی يم ډير خوشحاله شوم ٠

وانګ – د کاموال صاحب سلامونو ته وعليک وايو ، دا چه زمونږ ناڅيزه جايزه دوی ترلاسه کړی ده خوشحاله شولو ،که څه هم جايزه ډيره وړوکی وه خو د هغی

معنوی ارزښت ډير دی ٠ ځکه دا ددی معنی لری چه مونږ خپل اوريدونکی نه هيروو او په يو نه يو ډول خپلی اړيکی ور سره ساتو ٠ چين ته د بلنی په هکله

بايد ووايو چه د چين د بينالمللی راډيو د ټولو ٤٣ ژبو خپرونو څخه د جايزه وړونکو تر منځ بيا هم قرعه يا پچه اچول کيږی ، له دغو ګټونکو څخه هر کال

يوازی ٧ تنه مستحق ګرځی چه په دی توګه د سفر امکانات د هغه چا دپاره برابريږی چه د جايزه ګټونکو په ډله کښی يی نوم په قرعه يا پچه اچولو کښی راووځی او طالع او بخت ور سره ياری وکړی ٠ نو له دی امله چه ستاسو يا د نورو اوريدونکو نوم چين ته د سفر په لست کښی نه دی راوتی نو خپه کيږی مه ، خوشحاله اوسی ٠

رمز – د پاکستان د باجوړ ايجنسي د سلارزو څخه د اريانا د کلب مشر محمد

حسين همدرد يو ليک راليږلی او پکښی يی داسی وويل چه مونږ د چين د بينالمللی راډيو د پښتو پروګرامونو سره څومره مينه لرو چه د هغی ليکل د کاغز پر مخ ممکن نه دی ٠

وانګ – د صوبه بلوچستان د پشين کلی تراټی څخه ښاغلو اختر جان زهير ، عطا محمدښاهی ، عزيزالله سحر او فضل جان سرګردان ، زقوم سودايی ، محمد رحيم او استاد محمد اشرف کاکړ په ګډه دا ليک راليږلی د سلامونو نه وروسته يی پکښی دا ليکلی دی چه ستاسو پروګرام مونږ په ډيره مينه او شوق اورو ٠ زمونږ يوه غوښتنه دا ده چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت زيات شي ٠

رمز – مونږ هم خپلو دغو دوستانو ته سلامونه وړاندی کوو او د پروګرام د زياتوالی په اړوند بايد ووايو چه هره راډيويی خپرونه خپله ځانګړتيا ، محدود وخت ، او منل شوې معيارونه لری ٠ که څه هم د مونږ او اوريدونکی د پروګرام وخت اوس يو څه اوږد شوی البته دا د اوريدونکو دپاره کافی نه دی ٠ مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کښی خپل هدف ته ورسيږو ٠

وانګ – دا بل ليک د کوهاټ د ګهمکول دوهم لمبر کمپ څخه زمونږ قدرمن اوريدونکی سيد وارث حنيفی راليږلی، د سلامونو ترڅنګ يی دا هم ليکلی چه تاسو ولی راډيوی سيالی نه اعلانوی ؟

رمز – حنيفی صاحب او ددوی مشر سکرتر سيد سيف الرحمن هاشمی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو ، مونږ د کال په اوږدو کښی کله نا کله راډيويیسيالی اعلانوو ٠ همدا د تير اپريل په مياشت کښی مو د افغانستان ، پاکستان او

چين تر منځ د دوستانه اړيکو په هکله د مقاله ليکلو يوه وړه سيالی اعلان کړی وه خو اوس د هغی موده پای ته رسيدلی ده ، او د روان کال په دوهمه نيمايی کښی به يوه راډيويی سيالی ولرو ، هيله ده چه په راتلونکی سيالی کښی ګډون وکړی ٠

وانګ – دا وروستی دری څلور ليکونه او ښکلی ښکلی عکسونه هم د صوبه بلوچستان د پشين کلیتراټی څخه زمونږ ګرانو اوريدونکو هر يوه بدرالدين فريادی ، لعل محمد ساحر ، محمد نعيم ازاد ، عبدالواجد پرديسی اورحمت الله کاکړ په ګډه راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او د خپرونی ستاينه يی کړی ده ٠

د چين د کانفيوسيوس په باب

رمز – يو شمير اوريدونکو د چين د کانفيوسيوس په باب پوښتنی کړی دی ٠ وانګ جانی ! که تاسو په دی باره کښی معلومات راټول کړی وی نو مهربانی وکړی چه يو څه ووايی ٠

وانګ – ښه ، زه به په دی باره کښی څه معلومات وړاندی کړم ٠

کانفيوسيوس چه په چين کښی ډير نامتو تاريخی لوي شخصيت بلل کيده د د ميلادنه دمخه په ٥٥١ م کال کښی د شان دونګ ولايت د چيو فو په ولسوالۍ کښی وزيږيده ٠ دده اصلی نوم کونګ چيو و ٠ په هغه زمانه کښی پخوانی واحد چين مات او ټوټه ټوټه وړوکی ملکونه رامنخ ته شول چه د لو په نامه ملک د کانفيوسيوس اصلی وطن و ٠ په هغه وخت کښی د لو ملک تر نورو نه يو مترقی کلتوری مملکت و ٠ په قديمی چين کښی د پوهنی

ترلاسه کول د اشرافو امتياز او حق ؤ ٠ خو کانفيوسيوس په جرإت سره دغه اشرافی امتيازات مات کړل چه هر څوک د لږو شيانو په ورکولو سره دده د شاګرد په حيث ومنل شو ٠ کانفيوسيوس په درس ورکولو کښی شاګردانو ته خپلی سياسي نظريې او تيوريکی مفکوری تبليغی کړی ٠ د خلکو په قول دده شاګردان تقريباٌ ٣٠٠٠ تنه وو او وفادار او ممتاز شاګردان يی ٧٢ تنه وو ٠دغو شاګردانو د کانفيوسيوس مفکوره په ميراث واخستله او يو دوکتورين يی قايم کړ ٠ کانفيوسيوس د قبلالميلاد په ٤٧٩ م کال کښی وفات شو ٠ د څه دپاسه ٢٠٠٠ کاله راهيسی کانفيوسيالستی مفکوری نه يوازی د چين پر سياسی او کلتوری ساحو باندی زياته اغيزه کړی بلکه د هر چينايی عمل او فکر د کانفيوسيالستې مفکوری څخه سرچينه اخلی ٠ او ځينی خارجی پوهان حتی کانفيوسيالستی مفکوره د چين يوه مذهبی مفکوره بولی ٠ په حقيقت کښی کانفيوسيالستی دوکتورين يوازی د چين په لرغونی زمانه کښی له زياتو دوکتورينو څخه يو ؤ ٠ دغه دوکتورين يوه فلسفي مفکوره ده ٠ نه مذهبی مفکوره ٠ ٠ کانفيوسيالستی دوکتورين غنی محتويات لری او زياتو محتوياتو يی تر اوسه لا هم عالی اهميت او ارزښت ساتلی دی ٠

رمز – د خپرونی په پای کښی به د ډيرو اوريدونکو په غوښتنه دهماپه اواز کښی يوه ښکلی سندره خپره شي اود همدی سندری په اوريدو سره زمونږ د نن شپی د مونږ او اوريدونکی خپرونه هم پای ته رسيږی ٠ ( سندره )