نن ورځ به لومړي د چين د پايتخت بيجنګ ښار او د دې ښار په شاوخوا کې ځينې ښکلې منظرې تاسو ته معرفي کوو ٠
د بيجنګ ښار د چين سياسي ، کلتوري او د خارجي هيوادونو سره د تګ راتګ دپاره مرکز دی چې مساحت يې شپاړس زره اته سوه مربع کيلومتره دی او د خلکو عمومي شمير يې يوولس مليونه يو لکو پنځوس زره تنه دی او په ښاري سيمه کې د اوسيدونکو اندازه يې تقريبأ شپږ مليونه اوه لکه تنو ته رسيدلې ده ، د خان ، خوي ، مان او مغول قومونو خلک په دې ښار کې اوسيږي ٠
د بيجنګ ښار لرغوني تاريخ لري ، تقريبأ د پنځو لکو کالو نه مخکې په دې سيمه کې ابتدايي انسان ژوند کاوه ٠
بيجنګ د ښار په توګه تر اوسه پوري څه دپاسه درې زره کاله تاريخ لري ٠ ، د متخصصانو د څيړنې د نتيجې له مخې په ١٠٤٥ميلادي کال کې بيجنګ د ښار په توګه جوړشو٠ بيجنګ د چين د تاريخي او کلتوري ښارونو څخه يو ښاردی ، د دولسمي پيړۍ له نيمايي څخه تر اوسه پوري په تيرو اته سوو کلونو کې بيجنګ د ډيرو امپراطورانو لخوا د پايتخت په توګه ټاکل کيده ٠ اوس په بيجنګ کې ډير زيات لرغوني ځايونه او تاريخي اثار ساتل شوي دي ٠ دغه راز بيجنګ يو انقلابي اوعنعنوي ښار هم دی ، د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړې ورځ د چين د خلکو ستر مشر فقيد رئيس ماو ځه دونګ د بيجنګ د تيان ان من په لوژ کې يوه مهمه او جدي وينا وکړه او ويې ويل چې د چين ولسي جمهوريت تاسيس شو ، له هغې ورځې نه وروسته يو نوي او لوي چين په نړۍ کې رامنځته شوی دی ، د څه دپاسه پنځوسو کالو د ابادۍ له امله اوس د بيجنګ ښار ستر بدلون موندلی دی ٠ هغه نه يوازي خپله پخوانې بڼه ساتلې بلکې خپل ځان ته يې نوي بڼه هم ورکړی ده ٠
ګرانو دوستانو د بيجنګ ښار په مرکز کې يو ډير ستر او پراخ ډګر شته چې تيان ان من نوميږي او مساحت يې څلور لکه څلويښت زره مربع مترو ته رسيږي ٠ په دې ډګر کې يو مليون تنه خلک ځاييږي ، هغه په نړۍ کې تر ټولو نه لوي ښاري ډګر دی ، د تيان ان من ډګر په مرکز کې يو لوړ څلی ولاړ دی چې د هغو قهرمانانو د يادونې دپاره چې په تيرو سلو کالو کې د چين په دننه او بهر کې د دښمنانو سره د مجادلې او د ملي خپلواکۍ او ولسي ازادۍ او نيکمرغۍ د ترلاسه کولو دپاره په ولسي انقلابي مبارزو کې شهيدان شوي وو جوړ شوی دی ٠ ددې څلی د جوړيدو کار د ١٩٥٢ کال د اګيست په لومړې ورځ پيل شو او د ١٩٥٨کال د مې په لومړې ورځ بشپړ شو٠
د چين نوموړي څلی اته ديرش متره لوړوالی لري او څلور اړخونه يې ډبرينې حکاکي دي چې ورباندې د چين په تيرو سلو کالو کې سترې تاريخي پيښې حکاک شوي دي ٠ له دغو ډبرينو حکاکيو څخه په تيرو سلو کالو کې د ولسي قهرمانانو ناپوپناکيدونکي سترې کارنامې څرګندې شوې او د قهرمانانو روحيات تل خلک دې ته تشويقوي چې د روښانه او ښکلې راتلونکې دپاره زيار وباسي ٠
د تيان ان من ميدان په دواړو اړخونو کې دوه لوي او سترې ودانۍ ولاړې دي چې يوه يې د خلکو لوي تالار دی او د تيان ان من ډګرپه لويديځ اړخ کې واقع دی ٠ د چين عالي مقتدر سازمان يعني د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټه پکې کارکوي ددې ودانۍ لوړوالی ٤٦متره او مساحت يې يو لک اويا زره مربع متره دی ٠ د ودانۍ مرکز د لويې غونډې د جوړيدو لوي تالار دی چې لس زره خلک پکې راغونډيدای شي ٠دغه راز په دې ودانۍ کې يو د ميلمستيادپارهيو لوي تالار هم شته چې مساحت يې اوه زره مربع متره دی او پنځه زره تنه ميلمانه پکې کيښيناستلای شي ، د پيمانې له نظره نوموړي دوه تالارونه په نړۍ کې تر ټولو نه لوي تالارونه ګڼل کيږي ٠
د خلکو ستر تالار په ١٩٥٩ کال کې جوړ شوی او په کار لويدلی دی ٠
د تيان ان من ډګر په ختيځ اړخ کې د چين دولتي موزيم دی چې مساحت يې اته زره مربع متره دی ٠ په دې موزيم کې د چين د ټولنې د پرمختګ بهير د څرګندولو دپاره څه دپاسه نهه زره ډوله تاريخي اسناد اواثار خلکو ته ښودل کيږي ٠
ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د پايتخت د بيجنګ ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠ په راتلونکې شنبه کې به د بيجنګ د ښار ځينې مشهوراو د ليدو وړ ځايونه تاسو ته معرفي کړو ٠