<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-14 14:55:09    
د افغانستان د انتخاباتو د امنيت د تامين لپاره امريکايي فوځ په نظامی عملياتو لاس پوری کړی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی د امريکی د پيتناګون يوه مامور چه خپل نوم يی نه دی څرګند کړی ، د جولاي په ١٣ نيټه وويل ، په افغانستان کی ميشته امريکايي فوځ د تندرپه څير ټينګې ارادې په نامه په نظامی عملياتو پيل وکړ تر څودا تامين کړی شی چه په دغه هيواد کی د جمهوری رياست انتخابات په سالم ډول سر ته ورسيږی .

نوموړي مامور په روانو نظامی عملياتو کی د عسکري قواوو او د هغوی د ځاي پرځای کيدو په باب تفصيلات نه دی ورکړی او يوازی داسی و يي ويل چه امريکايي فوځ به د افغانستان له وسله والو قواوو او پوليسو سره يو ځای عمليات وکړی .

مخکی له دی ، د طالبان رژيم پاتی شويو قواوو دا څرګنده کړی وه چه دوی به نوموړی انتخابات ناکام کړی او دغه شان يی د انتخاباتوداړوندو کارکوونکو په ضد په تروريستی بريدونو پيل کړی دی . ټاکل شوی دی چه نوموړی انتخابات به د اکتوبر په ٩ نيټه پيل وشی