د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزير فيصل سالح حيات د رواني مياشتې په ١٤ نيټه په اسلام اباد کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل هغه افغانستان ته د سفر په بهير کې د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بايد د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې د افغانستان د پوځي ديکتاتورانو وسله والې قوې بې وسلې کړي ٠ دغه راز هغه دا هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت بايد تروريستي او افراطي قواوو ته د ضربت رسولو دپاره تدابير غوره کړي ترڅو د سرحدي سيمو د امنيت تضمين شي ٠ د پاکستان او افغانستان ترمنځ دسرحدي سيموحالات ډير پيچلي دي ، ځيني تروريستي ډلې او افراطي مذهبي کسان دغې سيمې د خپل ځان د پټولو ځاي په توګه ورڅخه استفاده کوي ٠
|