<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-15 17:05:27    
د چين د سلار قوم د خلکو اوسنی نوی ژوند

cri

د چين په لويديځه سيمه کښی د سيون هوا په نامه د سلار قوم خودمختاره ولسوالی شته چه شاوخوا يی غرونه ولاړ دی ، د چين دوهم لوی سيند يعنی ژړ سيند ورڅخه تيريږی او د سلار په نامه د چين د يوه ملی اقليت خلک نسل په نسل هلته اوسيږی

اوس سلار قوم څه نا څه نوی زره تنه وګړی لری او ټول د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری٠ د سيون هوا د ولسوالی د مرکز په منځنی برخه کښی يو ستر جومات شته او هره ورځ د سلار قوم زيات مسلمانان پکښی لمونځ کوی٠

د سلار قوم د خلکو په منځ کښی يوه داسی ښکلی کيسه خوله په خوله ګرځی چه څه دپاسه اووه سوه کاله دمخه د سلار قوم غورنيکه د محلی واک لرونکو د ظلم او ځپنې د نه زغملو له امله د خپلې لويې کورنۍ له ټولو غړو سره د يوه سپين اوښ په وسيله د<< قران کريم >> په وړلو سره د منځنی اسيا له سمرقند څخه ووت او د خپل نوی کور د پيدا کولو دپاره ختيځې خوا ته وخوځيد ٠ کله چه دوی له يوه لوړ غر څخه تيريدل، سپين اوښ يی ورک شو ٠ بله ورځ يی په نژدی ځای کښی يوه چينه وليدله چه ورک شوی اوښ يی په يوه سپينه ډبرينه مجسمه بدل شوی او د چينې په څنګ کښی پريوتی دی ٠ نو دوی دې چينې ته يو ښکلی نوم<< د اوښ چينه>> کيښودله او د تل دپاره د چينې په شاخوا کښی پاتی شول چه شاړه مځکې يی ابادې کړی او په ارام ژوند يی پيل وکړ٠ وروسته له هغه د سلار قوم د خلکو په زړه کښی د اوښ چينه د خپل قوم يوه نښه ګرځيدلې ده٠

ښاغلی هان جان سيانګ چه څه دپاسه شپيته کلن دی، د سلار قوم د دودونو او ولسی کلتور تجربه کار پوه دی٠ هغه خبريال ته وويل چه د سلار قوم په چين کښی رامنځ ته شوی يوه لرغونی قبيله وه او د١٩٥٤ کال له اپريل نه راهيسی د يوه قوم په توګه وپيژندل شو٠ دا قوم خپله ژبه لری او ليک دود نه لری، خو شفاهی اداب يی غنی دی چه د اوښ د چينې په باب کيسې او نورو روايتونو او افسانو تر يوې اندازې پوری د سلار قوم د تاريخ خالی ځای ډک کړيدی٠

په تيره اوږده تاريخی موده کښی د سلار قوم د چين د نورو قومونو په شان زيات غمونه زغملی دی٠ د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په اثر د دی قوم هيوادوال په رښتيانی توګه د خپل سرنوشت خاوندان ګرځيدلی دی٠ په تيره بيا په چين کښی د اصلاحاتو او ورخلاصون د ترسره کيدو له څه دپاسه شلو کالو راهيسی د سلار قوم د توليدی چارو او ژوند زمينې ډيری ښې شوېدی٠

د سيون هوا د ولسوالی د قومی شيانو توليدوونکی شرکت په خاصه توګه د ملی اقليتونو دپاره د اړتيا وړ شيانو د جوړولو تصدی ده ، د دې تصدی مسئول هان سياو فونګ وويل چه د دی تصدی د جوړيدو له امله نه يوازی ډيرې زياتې اقتصادی ګټې رامنځ ته شوی او د خلکو دپاره د کار فرصت برابر شوی، بلکه د سلار قوم پخوانی هغه وروسته پاتی نظر هم ليری شويدی کوم چه ښخه دی له کور څخه و نه وځی٠ هغه وويل چه پخوا د سلار قوم ښځې به عمومأ له کور څخه نه وتلې او نور کار به يی نه کاوه، د دی شرکت د جوړيدو په اثر زياتې کليوالی ښځې د کار دپاره شرکت ته راغلې دی٠ دوی د خپل عمل په وسيله له يوې خوا اقتصادی عائدات ترلاسه کړی ، له بلې خوا يی له نارينه ووسره د ښځو د مساوی حقوقو د ترلاسه کولو دپاره مثبت خدمتونه ترسره کړيدی٠

نجلی هان جيو يو له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته د قومی شيانو په شرکت کښی د ګدامدار دنده په غاړه اخيستی٠ هغې خبريال ته وويل چه په دی شرکت کښی ما زياته پوهه او کار زده کړی، مثلأ د اومه موادو او توليدی شيانو اداره کول ، د سپڼسيو اودل او له کمپيوټر څخه استفاده کول او داسی نور٠ زما په نظر مونږ په دی شرکت کښی خپل ښه رول لوبولای شو ٠ د خوشحالۍ وړ خبره دا ده چه د شرکت په سپارښت ما د بيجينګ د خارجی ژبو په پوهنتون کښی د دوو کالو په موده کښی انګلسی ژبه زده کړه٠

د سلار قوم ځانګړی کلتور او مذهبی عقيده هر کال زيات چينی او خارجی توريستان سيون هوا ولسوالی ته راجلبوی او د توريستی چارو د انکشاف په اثر د دی قوم هيوادوالو ته ډيرې ښې اقتصادی ګټې رسول شوی او د دوی د ژوند سويه هم لوړه شويده ٠ د سيون هوا ولسوالی د توريستی چارو د ادارې مامور لان تيان وويل چه د توريزم له لحاظه د سيون هوا ولسوالی د چينګهای او تبت د لوړې يوه هنداره ده ، دلته چمنونه، پراخ ځنګلونه او د غرو په پاسنی برخه کښی جهيل شته او د چين د ژړ سيند په ناحيه کښی لرغونی کلتور، قومی دودونه او مذهبی کلتور هم موجود دی ٠ په راتلونکو کالو کښی به د ژړ سيند دپاسه د لوی پل ، د ژړ سيند په غاړه د لومړی واټ، د قومی دودونو د ښودلو د کلی او نندارتون په شمول نور زيات د ليدو وړ ځايونه جوړ شی تر څو چه لا زيات سياحان راجلب شی٠