د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی د افغانستان د مسئلی په باب د ملګرو ملتو د سرمنشی کوفی انان خاص نماينده جان ارنولت د جولای په ١٥ مه نيټه په کابل کښی وويل چه ملګری ملتونه هيله لری چه چين د افغانستان په بيا رغاونه کښی دوامدار، مثبت اومهم رول ولوبوی ٠ ارنولت د چين د مطبوعاتی هيئټ سره د مرکی په بهير کښی وويل چه د افغانستان له تجربی نه دا څرګنده شوی ده چه د ملګرو ملتو تر بيرغ لاندی د فغانستان په بيا رغاونه کښی د بيناللمللی ټولنی ګډون بريالی دی ٠ هغه هيله وکړه چه د چين حکومت د افغانستان په راتلونکو لويو انتخاباتو کښی خپل کتونکی دغه هيواد ته وليږی ٠
|