<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-16 20:22:14    
د اوريدونکو د ليکونو لنډيز

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو دوستانو ، اسلام وعليکم ! دا دی د يوی اونی په تيريدو سره زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه دخپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – هوکی ! يوه اونی خو تيره شوه ، خو اوريدونکی بيا هم ددی انتظار باسی چه خپرونه واوری او هم به په دی تمه وی چه د خپلو رااستول شويو ليکونو ځواب ترلاسه کړی ٠

رمز – وانګ جانی ! مخکښی له دی نه چه ليکونه او د هغو د ځوابونو په برخی پيل وکړو، ددی يادونه هم ضروری بولم چه پرون د جولای ١٥ مه نيټه د چين د بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی د پيل کيدو ٣١ کاله پوره شول ، که ستاسو له ياده نه وې وتلی پروسږکال مو د پښتو خپرونی د ٣٠ کالو د پوره کيدو له امله ځانکړی پروګرامونه درلودل او اوس چه يو ديرش کاله يی پوره شوی دی نو د ځان او د پښتو څانګی د ټولو کارکوونکو له خوا د دغی بختوری کاليزی له امله خپلو محترمو دوستانو ته د زړه له کومی مبارکي وايو او هيله لرو چه اړيکی مو لا زياتی ټينګی وساتو ٠

وانګ – رمز صاحب ! ښه دی چه د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی د رسمی پيل کيدو نيټه دی له ياده نه ده وتلی او که د ځينو اوريدونکو پام ورته نه ؤ د هغوی پام دی هم ور ته راواړه ٠

رمز – ښی خاطری او ضروری نيټی خو به هرومرو له ياده نه باسو او ښه می په ياد دی

چه د سي ار ای د پښتو خپرونه په اساسی ډول د ١٩٧٣ م کال د جولای په ١٥ مه نيټه پيل شوه او په دی توګه يی د چين ، افغانستان او پاکستان د خلکو تر منځ د ښه او نيک ګاونډيتوب يوه بله تل پاتی پاڼه واړوله ٠

وانګ – اوس به خپل اوريدونکی په انتظار کښی نه پريږدو او لومړی ليک به ولولو ٠

رمز – ډير ښه ! زمونږ د نن خپرونی د لومړی ليک په تندی کښی يی ليکلی چه

قلم په لاس وخت مازيګر دی

په خاورو ناست يم سي ار ای ته خط ليږمه

دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع هزاره د مانسهری څخه زمونږ دايمی اوريدونکی قاری محراب الدين ارمانی راليږلی د لنډی او ليک تر څنګ يی ګيډی ګيډی سلامونه هم استولی دی ٠ همدا راز قاری صاحب ارمانی په ليک کښی د خپلو نورو ملګرو لکه محمد عارف عرفان ، خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، قاری اٌنځرګل مسافر ، قاری نوروز عاشوق او جمع الدين فريادی نومونه ليکلی او دايی زياته کړی ده چه مونږ ټول ملګری هره ورځ د سي ار ای پښتو خپرونه په ډير ذوق او شوق سره اورو ٠

وانګ – مونږ هم خپل ګيډی ګيډی سلامونه ور ته وړاندی کوو او له دی امله خوشحاله شولو چه زمونږ له خوا يی ليږل شوی مجلی، جنترۍ او پوست کارتونه ترلاسه کړی دی ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

رمز – دا بل ليک د افغانستان د پکتيکا ولايت د ارګون له ولسوالۍ نه زمونږ دايمی اوريدونکی محمد جمعه خيالمند راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی دا هم

ليکلی چه زه ستاسو ټول پروګرامونه اورم او خوند راکوی اود خپل ګران وطن او د نړۍ د حالاتو څخه ځان خبروم غواړم چه د هميش دپاره خپله قلمی رابطه ستاسو سره جاری وساتم او د هميش دپاره ستاسو اوريدونکی پاتی شم ٠ مونږ اوس له واڼه څخه خپل اصلی کور يعنی د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالی ته په کډه شوی يو او دهجرت شيبی مو پای ته رسيدلی ، هيله من يو چه زمونږ په ګران افغانستان کښی پوستی نظام ورغول شی نو هرومرو به خپلی قلمی اړيکی له تاسو سره بيا ټينګی کړم ٠او د خپل ژوند او وطن په باره کښی مهم معلومات تاسو ته وليږم خو اوس زما نماينده ساغلی امان الله وزير دپاکستان په جنوبی وزيرستان واڼه کښی شته چه له تاسو سره زما قلمی اړيکی ټينګی وساتی ٠

وانګ – خپل اصلی ټاټوبی ته د خيالمند صاحب له ورتګ څخه خوشحاله شولو او د خپلو سلامونو د وړاندی کولو تر څنګ ددی هيله لرو چه د پکتيکا ولايت د ارګون له ولسوالۍ څخه هم خپل ليکونه راواستوی ٠ خوشحالی ور ته غواړو ٠

رمز – د کوهاټ دګهمکول دوهم لمبر کمپ څخه د اريانا پښتو ادبی ټولنی مشر سيد وارث حنيفی صاحب څو ليکونه رااستولی او د سلامونو تر څنګ يی داسی ويلی چه زه ستاسو د پروګرامونو دومره شوقی يم چه کله ستاسو پروګرام وانه ورم په هغه شپه ډير سرګردانه يم او وايمه چه زما څخه څه شي ورک دی ٠هغه په ليک کښی يی دا پوښتنه کړی ده چه دا پښتون چه له تاسو سره مرکه کوی پخپله راغلی يا مو په بلنه راغوښتی اويا دا چه د افغانستان دولت راليږلی

دی؟٠ زه فکر کوم چه د حنيفی صاحب هدف به زه يم ٠

وانګ – دسيدوارث حنيفی صاحب د راليږل شويو ليکونو څخه مننه کوو او سلامونو

ته يی وعليک وايو ٠ بايدووايو چه رمز صاحب زمونږ د څانګی رسمی کارکوونکی دی چه د سی ار ای په غوښتنه او د افغانستان د اسلامی

انتقالی دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په موافقی سره د مرستی او همکاری دپاره دلته راغلی دی چه د ٢٠٠٢ م کال د دسامبر له مياشتی څخه له مونږ سره کار کوی ٠

حنيفی صاحب په خپل ليک کښی ډير زيات ارزښتناک پيشنهادونه وړاندی کړی دی چه دا زمونږ دپاره د تشويق وړ دی٠ خو په دی باره کښی زمونږ سره کوم معلومات او مطبوعات نه شته ٠د پښتو ژبی د تاريخ په هکله که تاسو کوم کتابونه او خپرونی مونږ ته راوليږی مونږ به ډير خوشحاله شو ٠ مونږ به د خپلو محترمو دوستانو په ملاتړ او مرستود پښتو خپرونه لا زياته ښکلی جوړه کړو