څه دپاسه يو نيم کال د مخه زه د چين د ولسي جمهوريت مرکز بيجنګ ته راغلم ، د هر چا لپاره يوې نوي سيمې يا نوي ښار ته ورتګ لږ او ډير د پاملرنې وړ وي ٠ ما ته هم چين او ددغه ستر هيواد خلک د پاملرنې وړ و، ځکه په يوه نوي محيط او چاپيريال کې داخليدل هرومرو د نورو مرستې او لارښودنې ته اړويا لري ٠ خو له نيکمرغه زما دپاره د لارښوونې او مرستې ستونزه نه وه ٠ ځکه دمخه لا زما راتګ ته زما دکار د ځای همکاران سترګې په لاره وو ، کله چې د ٢٠٠٢ کال د دستمبر د مياشتې په ٢٥ نيټه د بيجنګ هوايي ډګر ته راورسيدم ، د چين د بينالمللي راډيو د پښتو څانګې د مسؤلينو له هرکلي سره مخامخ شوم٠ د خپلو همکارانو سره د لمړې ځل مخامخ کيدو نه ما ته دا څرګنده شوه چې په بيجنګ کې به د خپلې هستوګنې په موده کې هيڅ ډول ستونزې ونلرم چې البته همداسې هم ده ٠ ځکه د چين د بينالمللي راډيو د پښتو څانګې ټول همکاران مهربانه ، ميلمهپاله او د ښه سلوک خاوندان دي دوي تل له ما سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي او هر هغه څه ته چې اړتيا ولرم په ورين تندي د مرستې لاس راکوي ، خو د خبرې اصلي ناړې مې دا دي چې د چين مرکز بيجنګ ښار يو ښکلې ، منطم او له ونو ، بوټو او ګلانو نه ډک ښار دی ٠ د ښار ټولې اړتياوي او د طبيعي چاپيريال ساتنه يې په نظر کې نيول شوې ده ٠
سره له دې چې د بيجنګ د ښار د وګړو شمير يا په بله ژبه د نفوسو شمير يې زيات دی ، خو د ښار پراخوالی پوره ښاري اسانتياوي او منظم جوړښت ، په لوړه کچه د ښاري خدمتونو دچارو ترسره کول او ښاري ويشنه او ترانسپورتي چارې ددې سبب شوي دي چې سړي پکې د وګړو د ګڼه ګونې احساس نشي کولی ٠
ځکه دښار په هره برخه کې يې د اوسيدونکو دپاره د کار ځايونه ، ، د اړتياوړ سوپرمارکيټونه ، مارکيټونه ، بازارونه ، عامه خدماتي موسسې لکه روغتونونه ، پارکونه ، ښوونځي ، پوهنتونونه ، د سپورت ډګرونه او نور داسي په سلګونو مرکزونه شته چې په يوه ځای او يوه سيمه کې د خلکو د کڼه ګونې مخه يې نيولې ده ٠بله خبره چې زماد پامړو ګرځيدلی هغه دا ده چې د چين د ورخلاصون د پاليسي د عملي کيدوراهيسي چين په بري سره د پرمختګ لاره خپله کړې او په هر اړخيز ډول يې د چينايانو د ژوند د سطحې په لوړولو کې ګامونه اوچت کړي دي ٠
په دې توګه د نړې پرمخ د چين د دروازې پرانيستل ددې لامل ګرځيدلي دي چې د نړۍ څخه ډير خلک چين ته راشي ، دغه تګ راتګ نه يوازې د سيل او سيحات په برخه کې دی ، بلکې د نړۍ ډير پانګه وال همدا اوس د چينايانو سره په ګډه پانګې اچولې ٠ لوي او کوچني کمپني او تصدي يې جوړې کړې يا په سوداګري او نورو اقتصادي برخو کې بوختيا لري چې دا ټول د چين په پرمختګ او د خلکو د ژوندانه دسطحې د اوچتولو په لاره کې مثبت ګامونه بلل کيږي چې پورته شوي دي ٠ ځکه چين اود چين خلک دې ته اړتيا لري چې د يو شتمني او ابادي ټولنې په لور مظبوط ، قوي او پراخ ګامونه پورته کړي ٠ البته ددې ټولو پرمختګونو اصلي قوه او ډاډمن ځواک د چين ټولنه او خلک دي چي د خپل هيواد د سالمې لارښوونکې ډلې او مشرتابه په لارښوونه د هيواد د ابادي او سمستورتيا په لاره کې هڅې کوي ٠
هغه څه چې ما د ډيرې پاملرنې وړ وګيځيد هغه دا چې چينايان د سړې سينې خاوندان دي ٠ د کار او زيار سره ډيره مينه لري ٠ ټولنيزې ګټې د شخصي ګټونه لوړې بولي ٠ د ځان غوښتنې ناروغي خو له سره ددوي په وجود کې نه ليدل کيږي ٠ يو او بل ته د درناوي په روحيې سره د هيواد او خلکو په وړاندې د مسؤليت احساس کوي
نو ويلای شم چې ډير ژر به د چين لوي او ستر هيواد د پرمختګ او ودې داسي ګامونه اوچت کړي چې خلک به يې هوسا ، نيکمرغه او سوکاله شتمن ژوند ولري ٠