د سين هوا اژانس د خبرله مخی دمقيدونيا حکومت د جولای په نولسمه نيټه پريکړه وکړه چه مقدونيا به افغانستان ته پنځمه ډله سوله ساتی فوځ وروليږی . دخبر له مخی د مقيدونيا پنځم ډله سوله ساتی فوځ له هغو نولسو تنو عسکرو څخه جوړ شوی دی کوم چه د مقدونيا له منظم اردو څخه انتقال شوی دی .دوی به داګست په مياشت کښی افغانستان ته لاړشی او په افغانستان کښی به دالمان د سوله ساتی فوځسره يو ځای شی او په ګډه سره به سوله ساتی دنده اجرا کړی .
|