د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم چودری شجاعت حسين د روانې مياشتې په شلمه نيټه په اسلام اباد کښی د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد د وزيرانو د شورا د ٢٥ مې غونډې په افتتاحيه مراسمو کښی وويل چه پاکستان هڅه کوی چه له هند سره د کشمير د مسئلې په شمول ټول لاينحل موضوعات حل کړی٠
د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد د انکشاف د مسئلې د يادولو په وخت کښی صدراعظم چودری شجاعت حسين وويل چه د دی اتحاد غړی هيوادونه بايد د حمل ونقل او ترانسپورت د اساسی تاسيساتو ابادۍ ته په درنه سترګه وګوری او د انفورمشين او مخابراتو په ساحو کښی خپل منځی همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی٠