د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د روسيې د ملی دفاع د وزارت نطاق ويچيسلاف سيدوف د روانې مياشتې په شلمه نيټه دا څرګنده کړه چه روسيه به عراق او افغانستان ته سوله ساتی پوځيان ونه ليږی٠
د امريکې مطبوعاتی دستګاوو په دی وروستيو ورځو کښی داسی خبر ورکړ چه وايی - روسيه به عراق ته څلويښت زره تنه سوله ساتی پوځيان وروليږی ترڅو چه له دی لاری اقتصادی ګټې ترلاسه کړی٠ د روسيې د خارجه چارو او ملی دفاع وزارتونو او فيدرالی امنيتی شورا په همدی ورځ په وار سره د اعلاميې په خپرولو سره نوموړی خبر رد کړ٠ نطاق سيدوف دا خبره بيا تائيده کړه چه عراق او افغانستان ته د عسکرو د نه ليږلو په باب د روسيې اصولی دريځ ندی بدل شوی٠