د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان پوليسي مقاماتو وويل چه د افغانستان امنيتي فوخ د جولاي په ٢٠ مه نيټه د طالبانو د مشر ملا عمر د ښځې کشر ورور ملا امان الله ونيوه اوله هغه څخه يي يو شمير وسلې هم تر لاسه کړيدي ٠
د اورزګان ولايت د پوليسي رياست رييس وويل چه د افغانستان امنيتي فوځ دخبر د اخيستلو نه وروسته ، د ملا عمر اجدادي کور دهراود ښارګوټی ته په نژدی ځای کي د امان الله موټر ودراوه ، امان الله د ټوپک په واسطه ځای پر ځای د پوليسو يو مامور وواژه ٠ ور پسي دواړو خواوو د ټوپکونو جګړه وکړه او بالاخره امان الله په ژوندي توګه ونيول شو ٠ پوليسانو دده په موټر کی يو شمير وسلې هم موندلي دي ٠