د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمد قصوری او د هند خارجه وزير ناتوار سينګ چه د جنوبي اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د اتحاديی د وزيرانو د شورا په ٢٥ مه غونډه کی يی برخه درلوده ، د جولاي په ٢١ نيټه په اسلام اباد کی سره غير رسمی خبری اتری وکړې .
دواړو خواوو د خبرواتروپه ترڅ کی د ذات البينی روابطو ، د کشمير د مسئلی ، پريو بل باندی د اعتماد او د مخدرو موادو له قاچاق سره د مبارزې په شمول يو لړ موضوعاتو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه او په ګډه سره يي څرګنده کړه چه د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړی او د قناعت وړ نتيجه تر لاسه کړی. .