<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-22 16:59:12    
د واورينو غرونو کليوالی ډاکټر

cri

اګوه يوشپيته کلن دی او د جنوب لويديځ چين د يون نان د ولايت د نوجانګ د سيند د لويې درې په غاړه کښی د بی لو په نامه واورينو غرونو کښی اوسيږی٠ په ١٩٦٠ کال کښی د پيچ د ناروغۍد سرايت له امله د اګوه مور له دنيا څخه خدای پامانی وکړه٠ نو په دی اثر هغه دا ارزو پيدا کړه چه يو ډاکټر وګرځی او د کليوالو دپاره د ناروغۍ تداوی وکړی٠ د ١٩٦١ کال په می کښی هغه د مربوطې څانګې په منظورۍ د کلی د طبې خدمتونو دنده په غاړه واخيستله ٠ د ١٩٦٥ کال په اکتوبر کښی د نوجانګ د لی سو د قوم د خودمختارې لويې ولسوالی روغتيايی ادارې يو څلور مياشتنی طبی کورس جوړ کړ او ګډون کوونکو ته يی د چين له عنعنوی طبی بوټو څخه په استفادې د ناروغۍ د تداوۍ په باب پوهه ورزده کړه٠ اګوه په دی کورس کښی د خپلې سيمې له څه دپاسه پنځه سوو ډولو طبی بوټوڅخه د استفادې کولو او د هډوکو د ماتيدو،د بريښ د ناجوړې، سکاروی، انفلوانزا،پيچ، مزمن اپانډيسيت،استسقأ، د سترګو د ملغلرو اوبه او د روماتيزم په شمول د معمولی او زيات پيښيدنکو ناروغيو د تداوۍ کولو طريقی زده کړې٠ له طبی کورس څخه کلی ته له بيرته تللو نه وروسته په څو مياشتو کښی اګوه د څه دپاسه پنځوسو تنوکليوالو د ناروغيو درملنه وکړه ٠د ١٩٦٦ کال په پای کښی هغه په رسمی توګه د يوه کليوالی ډاکټر په حيث ومنل شو ٠

د ډاکټر اګوه په نظر، د چين د عنعنوی طبی بوټو په وسيله د ناروغۍ تداوی کول د بيوزلو کليوالو دپاره ډير ښه کار دی او طبی لګښت يی ډير ارزان دی، ځکه چه هغه هر وخت د کلی له غرونو څخه طبی بوټی راوړلای شی، که هغه کوششونه وکړی ، د کليوالو روغتيا تامينيدای شی ٠

څرنګه چه د ډاکټراګوه طبی مهارت او اخلاق لوړ دی، نو د ١٩٨١ کال په جولای کښی د ولسوالی روغتيايی ادارې پريکړه وکړه چه هغه له کليو څخه د ولسوالی روغتون ته وګماری٠ خو محلی ناروغانواو کليوالو له دی سره موافقه نه درلودله او و يی ويل چه اګوه زمونږ د کليو تر ټولو ښه ډاکټر دی، مونږ داسی ښه ډاکټر ته اړتيا لرو او خواشينی کيږو چه هغه له کليو څخه ووځی٠ ډاکټر اګوه پخپله هم وويل چه زه د بی لو د غرونو کليوالی ډاکټر يم او په رښتيا سره نه غواړم چه د دی ځای له ناروغانو څخه جلا شم ٠ په نتيجه کښی ډاکټر اګوه په کليو کښی پاتی شو او تر اوسه پوری لا هم د کليوالی ډاکټر په حيث د کليوالو دپاره طبی خدمتونه ترسره کوی ٠څو کاله دمخه د ډاکټر اګوه په کلی کی انفلوانزا سرايت وموند او د څو کورونو ټول غړی د ناروغۍ په اثر له حرکته لويدلی وو٠ نو هغه به هره ورځ بيلو بيلو کورونو ته ته، پخپله به يی د دوی دپاره اوبه جوشولې او ورباندی به يی دواګانې خورولې، د ډاکټر اګوه د کوششونو له امله نوموړی ټول ناروغان جوړ شول ٠ يوه ورځ کليوال اديجوان له غره څخه د يوې ډبرې د لويدو له امله سخت ټپی شو چه حتی له غوږونو، پزې او سترګو څخه يی وينې توې شوې ٠ ټولو کليوالو ګمان وکړ چه هغه به د ژوند امکان و نلری ٠ خو اعجاز رامنځ ته شو چه د ډاګټر اګوه لخوا د دقيق علاج په اثر اديجوان پوره جوړ شو او اوس هر جسمی کار کولای شی ٠

له څه دپاسه څلويښتو کالو راهيسی،ډاکټر اګوه د څه دپاسه اتيا تنو هغو ولادی ښځو دپاره چه د ولادت له مشکلاتو سره مخامخې وې، قابله ګی وکړه، څه دپاسه پنځوس تنه مسلولين ناروغان يی بداوی کړی، د څه دپاسه سلو تنو ټپيانو دپاره يی مات شوی هډوکی په ځای کړل، د څه دپاسه درو سوو تنو ناروغانو دپاره يی ساده عمليات وکړل او د چين د عنعنوی طبی بوټو په وسيله يی څه دپاسه لس تنه هغه مزمن ناروغان جوړ کړل چه په اپانډيسيت او د ځيګر په ناروغۍ اخته شوی وو او تداوی يی ډيره مشکله ده، د ده لخوا جوړ شوی هغه ناروغان چه په معمولی او زيات پيښيدنکو ناروغيو اخته شوی وو، بی شميره دی٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه ډاکټر اګوه د ناروغۍ د تداوی کولو په ترڅ کښی يوازی له ناروغانو څخه د غربی دواګانو لګښت اخلی او هيڅکله د چينی طبی بوټو،پرستارۍ او تداوۍ لګښتونه نه اخلی ځکه چه هغه پخپله غربی دواګان نشی جوړولای او بايد د دواګانو له دکان څخه يی واخلی، خو چينی طبی بوټی له غرونو څخه ترلاسه کيدای شی او پرستاری او تداوی د ناروغانو دپاره د ده داوطلبانه خدمتونه دی٠ د ولسوالی د مرکز يو مفلوج تقاعد شوی مامور د ډاکټر اګوه لخوا جوړ شو او اوس کورنی کارونه کولای شی، کله چه طبی لګښونه يی حسابيدل، ډاکټر اګوه ناروغ ته د دواګانو ليست وښود او ويی ويل چه د غربی دواګانو لګښت شپږ سوو اته څلويښت ژن مين بی يوانه دی او تداوی او نور طبی خدمات وړيا دی، هغه سپين ږيری اګوه ته اووه سوه يوانه ورکړل او اګوه ته يی وويل چه د زړه له کومی ستاسی څخه مننه کوم ، که تاسی زما د پاره د ناروغۍ تداوی نه وه کړی ، نو ناروغی به می د اووه زرو يونو په لګښت هم نشوای جوړيدای ٠

د ډاکټر اګوه په نظر ، يو ډاکټر بايد نه يوازی ښه طبی مهارت و لری، بلکیلا مهمه خبره دا ده چه لوړ طبی اخلاق هم ولری٠