د ميلاد نه ٥ سوه کاله دمخه يعنی له نن نه څه دپاسه ٢٥٠٠ کاله وړاندی په چين کښی ٢ ډير برجسته او غښتلی مفکران راپيدا شول چه يو يی لی اړ نوميده چه د چين د تاويستی مفکوری مؤسس و او چينايانو ور ته د احترام څرګندولو دپاره لاو ځه يعنی بابا او نيکه وايی ٠ او بل يی کانفيوسيوس نوميده چه د کانفيوسياليستی مفکوری مؤسس و ٠ او کانفيوسيوس په خپل ژوند کښی لاو ځه ته خپل استاز باله ٠ وروسته يی پيروانو ددوی د مفکورو سره سم ٢ دوکتورين ايجاد کړل ٠ دغه ٢ دوکتورين د چين اصلی او عنعنوی مفکوری دی چه د چينی ټولنی په بيلا بيلو ساحو کښی يی قوی اغيزی لرلی او د خلکو په ژوندانه کښی يی د لارښود په حيث رول لوبولی ؤ او چينايانو دغه ٢ برجسته مفکران خپل مقدس اسلاف وبلل ٠ بودايی دين چه اصلی وطن يی هند دی په لومړی ميلادی پيړۍ کښی چين ته خپور شو او د ٥ می ميلادی پيړۍ نه وروسته د چين امپراطورانو پر بودايی دين باندی هم زياته عقيده کړی وه چه له دی امله بودايی دين هم په چين کښی نسل په نسل پراخ او جاری ساتل شوی دی ٠ د چين امپراطورانو د خپلو عقيدو سره سم د شاهی فکری اومزهبی فعاليتونو د پرځای کولو دپاره د خپل مرکز په زياتو ښکلو ځايونو کښی مربوطی ودانۍ جوړی کړی وی چه د بيجنګ د شاهی ماڼۍ سره په ملحقه او يا نژدی ښکلو سيمو کښی جوړ شوی زياتی تاريخی ودانۍ د چين د پخوانيو امپراطورانو د عمرانی ذوق او سليقی ژوندی تصوير وړاندی کوی ٠ مثلاٌ د اٌسمان عبادتخانه ، د مځکی عبادتخانه ،د سپوږکۍ عبادتخانه ، د کانفيوسيوس ماتمخانه ، تاويستی قصرونه او بودايی معبدونه چه امپراطوران اٌسمان ، مځکی ، لمر او سپوږمۍ ، دغه شان خپلو نيکه ګانو او کانفيوسيوس او لي اړ دوو برجسته اسلافو ته د خپلو احتراماتو څرګندولو او خپل تسبط د ابدی ساتلو دپاره ور ته ورتلل ٠ د دغو ودانيو ساختمانی شکلونه شاهی ماڼۍ ته ور ته ښکاريدل او عامه خلکو ور ته د داخليدو اجازه نه درلوده ٠ اوس په ځينو ودانيو کښی مزهبی فعاليتونه روان دی او ځينی يی د ولسي پارکونو په توګه خلکو ته پرانستل شوی دی ٠
دلته د ذکروړ خبره دا ده چه بيجنګ اول ا ( لو ګو چياو ) پل په جوړيدو سره د يوه تاريخی ښار په توګه په نړۍ کښی شهرت موندلی دی ٠ دغه پل ٨٠٠ کاله مخکښی درول شوی او تر اوسه پوری ښه ساتل شوی دی ٠ دغه پل دبيجنګ په جنوب لويديځ طرف کښی واقع دی چه د جوړولو کار يی په ١١٨٩ م کال کښی پيل او په ١١٩٢ م کال کښی بشپړ شو چه ٢٦٥ متره اوږدوالی او ٨ متره پلنوالی لری ٠ د پل په دواړو جګو ګټاړو باندی د زمری ٤٨٥ ډبرينی مجسمی ليدل کيږی چه شکلونه يی بيلا بيل ، په زړه پوری او ژوندی ښکاری ٠
د ١٩٣٧ م کال د جولای په ٧ مه نيټه جاپانی تيريکونکو قواوو چه د شمال ختيځ چين ٣ ولايتونه يی اشغال کړی ؤ او د چين په نورو ځينو سيمو کښی يی نيلی ځغستلی خپلی تيريکوونکی پنجی يی د بيجنګ لويی دروازی يعنی لوګوچياو پل ته اوږدی کړی او د پلمی په جوړولو سره يی د چين پر پوځ باندی بريد وکړ چه دغه پوځ د لوګوچياو پل د امنيت ساتنی وظيفه درلوده ٠ د چين پوځ په قطعی توګه له جاپانی تيريکوونکو قواوو سره سرسخت مقاومت وکړ چه په دی توګه د جاپانی تيري په ضد د چين د حکومت او خلکو هراړخيز مقاومت په ډيری ميړانی سره پيل شو او دغه پل په همدی وجه لا زيات شهرت موندلی دی ٠
٧٠٠ کاله مخکښی د ايتاليی يو نامتو مسافر مارکوپولو په خپله سفرنامه کښی د بيجنګ داسی ستاينه وکړه چه زه د ښار زياتی ښکلا او برجسته ډيزاين او عجيب او غوره هنر ته زيات حيران شوی يم او حتی زما قلم دغه لياقت نه لری چه د ښار اصلی بڼه او زماواقعی احساسات تمثيل کړی او په ژوندی توګه يی وړاندی کړی ٠ له هغه وخته ٧٠٠ کاله تير شوی دی او اوسنی بيجنک چه تاريخی او عصری تمدن يی پکښی ښه پيوست شوی د پخوا نه نور هم ښکلی شوی دی ٠
محترمو دوستانو ، که د بيجنګ عظيمی ماڼۍ او ښايسته باغونه او نور ښکلی منظری ستاسو سترګی درجلب کړی شي نو ددی کلتوری لرغونی مرکز هنری ښکلاوی او ننداری به مو په زړونو او عواطفو کښی د تل دپاره پاتی وی ٠ مثلاٌد بيجنګ اوپرا چه د اسيا عالی هنر بلل کيږی اوس نړۍ ته خپره شوی ده او زيات بهرنی زده کوونکی خاص د بيجنګ اوپرا د زده کړی دپاره بيجنګ ته راځی ٠ علاوه په دی د بيجنګ اکروباتيک ، سوارکارۍ ، او داسی نور هنرونه خصوصاٌ د بيجنک لاری کوڅی په نړۍ کښی هم ډير شهرت لری ٠ په بيجنګ کښی يوه اصطلاح ده ، وايی چه که څوک د بيجنګ لارو کوڅو ته نه وای تلی نو له دی ښار سره په ريستيا توګه بلديا نه وه ترلاسه کړی ٠ د بيجنګ د خلکو په اوسيدونکو ناحيو کښی لاری کوڅی چه هر کور ته غزيږی د بيجنګ د ښاری ودانيو له خصوصياتو څخه شميرل کيږی او دغه لاری کوڅی لکه د انسان د وينو د رګونو په شان مهم رول لری او د بيجنګ کلتور او فرهنګ او د ښاريانو دود دستور او رسم رواج تری نه برسيريږی ٠
نو که تاسی بيجنګ ته راشی ، هير نه کړی چه د بيجنګ د هنری نندارو تماشا وکړی ، دغو لارو کوڅو ته لاړشی او ور څخه خوند او لزت واخلی ٠