<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-23 17:15:59    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو او قدرمنو اوريدونکو ! زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه تاسو ته خپل سلامونه وړاندی کوو ٠ هيله ده چه د خپرونی ترپايه پوری له مونږ سره واوسی ٠

وانګ – اوريدونکی خو به د تل په شان د خپلو راډيوګانوتر څنګ ناست وی او غوږ به يی دی ته نيولی وی چه مونږ ور ته څه وايو ٠

رمز – هو ! وانګ جانی ، اوريدونکو خو به هرو مرو زمونږ خبرو ته غوږ نيولی دی او په نننی خپرونه کښی زه غواړم چه خپلو قدرمنو اوريدونکو ته يو نوی زيری ورکړم ٠

وانګ – دا څرنګه زيری دی چه اوريدونکی ته يی ورکوی او له مانه دی تر اوسه پوری پټ کړی دی ؟

رمز – نه ، له تا نه به يی ولی پټوم ، ته هم پری خپره يئ ، او هغه دا چه د جولای د مياشتی يعنی د همدې روانی مياشتی له ١٥ می نيټی څخه زمونږ پښتو خپرونه هرسهار د افغانستان په وخت دسهار له ٦ نيمو بجو نه تر او بجو پوری او د پاکستان په وخت هر سهار د ٧ بجو نه تر ٧ نيمو بجو پوری چه د چين په وخت د غرمی نه مخکښی له لس بجو نه تر لس نيمو بجو پوری تکراراٌ خپريږی ٠

وانګ – يعنی هغه خپرونه چه د شپی له خوا جوړه او خپريږی د راتلوونکی ورځی په سهار يو ځل بيا خپريږی او دا د هغو اوريدونکو دپاره ښه زيری دی چه د شپی له خوا زمونږ د خپرونی په اوريدو نه وی بريالی شوی ٠ بايد زياته کړم

چه سهارنی خپرونه په لنډو څپو ٣٠ اعشاريه٧٢ او ٢٥ اعشاريه ٣٠ مترو د اوريدو وړ ده ٠

رمز – وانګ جانی ، اوس ما ته دا څرګنده شوه چه د هغه څه په باره کښی چه ما اوريدونکو ته زيری ورکاوه ته هم خبره وی او له تا نه پټ نه ؤ پاتی شوی ٠

وانګ – هو ! همداسی ده ، په سر کښی ما دا خبره ددی دپاره وکړه چه اوريدونکو ته د سی ار ای د پښتو خپرونی د سهارنی وخت د پيل کيدو زيری په ګډ ه ورکړو ٠

رمز – اوس خو تا هم را سره په ګډه نوموړی معلومات وړاندی کړل ٠ و به ګورو چه دا ليکونه کومو اوريدونکو رااستولی دی ٠

وانګ – دا ٢ ليکونه دافغانستان د کندهار ولايت څخه زمونږ دايمی اوريدونکی سميل زی ابراهيمی راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی په خپل ليک کښی ليکلی دی چه زه ستاسو خپرونه په ذوق او علاقی سره اورم او په دی وروستيو مياشتو کښی څه بدلون راغلی يعنی مونږ دواړو په ګډه د مونږ او اوريدونکی خپرونه وړاندی کړی او د اوريدونکو ليکونو ته مو ځواب وړاندی کړی او د پروګرام په پای کښی مو د سندری خپرولو ته هم ځای ورکړی دی ٠

رمز – ابراهيمی صاحب په خپل دوهم ليک کښی دا هم زياته کړی ده چه ستاسو له خوا ټاکل شوی جايزه او تحفه می ترلاسه کړه د خپلی مننی تر څنګ بايد ووايم چه که امکان ولری په کال کښی ٢ ځله راډيويی سيالی اعلان کړی دا به ډير ښه وی ٠

او هم يی له ما نه دا معلومات غوښتی دی چه تر اوسه پوری می د چين کومو ايالتونو او ښارونو ته سفر کړی دی ٠

وانګ – د راډيو يی سياليو په هکله به مونږ د ابراهيمی نظر او وړانديز په نظر کښی ونيسو او د چين نورو سيمو ته د سفر په هکله تاسو پخپله يو څه ووايئ ؟

رمز – تر اوسه پوری می د چين ډيری سيمی نه دی ليدلی او يوازی می د بيجنګ ختيځ لوری ته د( بی دای هه ) سيمی چه د هه بی په ولايت پوری اړه لری او دشان های ګوان کلا ته چه د چين د لوي ديوال د پيل تاريخی ځای دی سفر کړی دی او د چين لويديځی خوا ته د شينجانګ د ويغوری خودمختاری سيمې مرکز اوروموچی ښار ته سفر کړی دی ٠ بايد ووايم چه د اوروموچی ښار افغانستان ته د تګ په لاره کښی پروت دی ٠ د چين د شينجانګ ويغوری خودمختاره سيمه د افغانستان سره د څه نا څه سلو کيلو مترو په شاوخوا کښی ګډه سرحدی پوله هم لری ٠ په دی توګه د کابل او اوروموچی تر منځ په اونی کښی هره سه شنبه د اريانا افغان هوايی شرکت الوتکی الوتنه کوی چه ډير افغانان د همدی لاری چين ته سفر کوی ٠

وانګ – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد د پيښور د چارسدی رود خزانی کمپ څخه معشوق جان کاموال رااستولی او دا يی ليکلی چه ستاسی هر پروګرام د منلو وړ دی او مونږ ور څخه ډيری فايدی اخلو ٠ هغه داهم زياته کړی ده چه پر هغی کومی حادثی باندی چه د بغلان په ولايت کښی د جون په مياشت کښی وشوه مونږ ټول افغانان خفه شولو او دغه کار زمونږ د ګران افغانستان د دښمنانو کاردی چه دوی نه پريږدی چه زمونږ هيواد جوړ شي ٠ مونږ د خپل

حکومت څخه غواړو چه دغسي جنايت کاران ژر تر ژره پيدا کړی او محاکمه يی کړی٠معشوق جان کاموال هم د افغانستان او چين تر منځ د ښه ګاونډيتوب او نيکو اړيکو يادونه کړی ده او د دواړو هيوادونو خلک يی په دوستی او غم کښی شريک ګڼلی او دا هيله يی کړی ده چه د چين او افغان د خلکو د دوستی او ښه ګاونډيتوب مزی دی لا نور هم ټينګ شي ٠

رمز – د کاموال صاحب سلامونو ته وعليک وايو او ددوی د ښو هيلو او زړه سوانده نظر نه مننه کوو ٠ او دا وروستی ليک خو په چينی ژبه ليکل شوی دی ٠

وانګ – دا د پاکستان د بلوچستان څخه د سی ار ای د لسنرز کلب مشر او زمونږ دوست او دايمی اوريدونکی رفيع لله مندوخيل راليږلی هغه داسی ليکلی چه د ٦ کالو راهيسی په منظم ډول د سی ار ای راډيو اورم او زمونږ د کلب د غړو شمير ١٥٦ تنو ته رسيدلی دی ٠

رمز- مندوخيل صاحب د څو ژبو ويونکی او ليکونکی دی او دده د هڅو ، زيار او پوهی څخه دا څرګنده شوی ده چه هغه په ريښتينی توګه د سی ارای د يوه دوست په توګه خپلی قلمی اړيکی ساتلی دی او تل يی پخپلو ليکونو سره زمونږ خپرونه لا نور هم رنګينه کړی ده په دی نسبت مونږ ور څخه ډيره مننه کوو ٠