د چين د بين المللی راډيود خبريال دخبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د جولاي په ٢٣ نيټه په راولپينډی کی د هند له خارجه وزيرسينګ سره خبری اترې وکړې . دواړو خواوو د ذات البينی روابطو او د کشمير په شمول د ټولو اختلافاتو په هکله د نظرياتو تبادله وکړه او په اتفاق سره يی دا موافقه وکړه چه په مداومه توګه د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيز ديالوګ بهير پرمخ بوزی او د ديالوګ له لاری د ټولو کشالو د ليری کولو لپاره با جرأته او انعطاف منونکی پاليسی غوره کړی او په عين وخت کی يی دا خبره بيا تاييده کړه چه په سوله ايزه فضا کی د ديالوګ بهير ته دوام ورکول ستر اهميت لری .