د اي خه يوان په نامه پارک د بيجنګ ښار له مرکز څخه پنځلس کيلومتره واټن ليري موقعيت لري او د چين د ډيرو مشهورو پارکونو څخه ګڼل کيږي ٠ ددې پارک مساحت ٢٩٠هکتاره دی او په ١٧٥٠کال کې جوړشوچې نوم يې چينګ يې پارک و٠، خو له بده مرغه په ١٨٦٠کال کې د انګلستان او فرانسې د تيري کوونکو پوځونو له خوا په وحشيانه توګه ويجاړ او وسوځول شو٠ په ١٨٨٨کال کې ملګې څي شي د سمندري پوځ دجوړيدوپه لګښت داپارک يو ځل بيا جوړکړ او د اي خه يوان نوم يې پري کيښود چې د چينګ سلطني کورنۍ به د نوموړي پارک څخه د تفريح او ساعت تيري لپاره ګټه اخيستله ٠ايي خه يوان پارک په ١٩٠٠کال ککي بيا د اتو بهرنيو هيوادونو د تيري کوونکو پوځونو لخوا سخت ويجاړشوی و او بيا په ١٩٠٣کال کي جوړشو٠
د وان شوع ياد اوږدعمر غر او د کون مين جهيل د نوموړي پارک د ليدو وړ ځايونه دي ٠ دلته د ٣٠٠٠ څخه زياتې درباري وداني د معماري په ځانګړو سبکونو سره شته چې مشهوره ماڼۍ يې عبارت دی ، دده خه په نامه د ننداري ځای او د پاي يون ماڼۍ او ټولې وداني يې د لرګيو څخه د جوړو شويو ودانيو په سبک رامنځته شوي چې د چينګ د امپراتوري سلسلې له وروستې دورې څخه شميرل کيږي ٠دپارک جوړونه او په هغه کې د اړوندو معماريو رامنځته کول په چين کې د بڼ جوړولو د هنر نماينده ګي کوي ٠ ده خه پارک يو کوچنی پارک دی چې پخپله انګړ لري ، د چينګ په امپراتوري سلسله کې دا ځای خاص د امپراتورګوانګ شيوي او د ملګې څي شي
لخوا د نمايشونو د ننداره کولو دپاره تري استفاده کاوه٠ دا يوه درې پوړيزه ودانۍ ده چې لوړوالی يې ٢١ متره دی ، هرکال د ملکې څي شي د زيږيدنې د ورځې د نماننځنې دپاره ملکې څي شي او امپراتور ګوانګ شيوي دې ځای ته راتلل او ت نمايشونو يې ننداره کوله ٠
د شي شان او يو چيوان د غرونو د لړي ښکلې منظرې د پارک د ليدو او ښکلا دپاره ښه زمينه برابره کړې ده چې نوموړي چاپيريال د پارک ښکلا يې لا نوره هم زياته کړې
او هم پخپله پارک کې د باغ يا بڼ جوړونې هنر دومره په زړه پوري دي چې په ليدو يې د چا سترګې نه مړيږي ٠ په دې ښکلې پارک کې شين غر ، رڼې اوبه ، لوړ برجونه ، د کږليچو نه ډکه ښکلي نقاشي شوي لاره په شنو اوبو کې د ودانيو او ماڼيو انعکاس يې لا بله د ليدو وړ منظره ده چې هرڅوک ورته هک پک پاتې کيږي ٠ نوموړي پارک په کورني او بهرني نړۍ کې د بڼ جوړوي ، د هنر له لحاظه ډير لوړ ځای لري ٠ په ١٩١٦ ميلادي کال کې يعنې د سون ايت شن د انقلاب نه وروسته نوموړي پارک د خلکو پرمخ پرانيستل شو او د ١٩٢٤ کال نه راهيسي په رسمي توګه د خلکو د ګرځيدو په عمومي پارک بدل شو ٠
همدا اوس ددې پارک ټول قصرونه د چينګ د امپراتوري د وروستيو کلونو د معماري پر مطابقت ښکلي شوي چې د ګرځيدو په موزيم ياديږي ٠
د وان شوع غر ١٠٨متره لوړوالی لري او په لمن کې يې د فوشيانګ ګه په نوم ډيره ښکلې ماڼۍ ولاړه ده ٠ د فوسيانګ ګه ماڼۍ په اتو خواوسره درې پوړه او څلور بامونه لري چې په دې ځای کې د نورو ماڼيو دپاره د مرکز حيثيت لري ٠ له دې جملې څخه د پاي يون ماڼۍ ، د ده خوي ماڼۍ ، د فوسيانګ وداني او د چي خوي هاي برج د غره په څوکه کې ليدل کيږي ٠ د غره تر شاه ويجاړې شوې لرغوني ودانۍ ليدل
کيږي ٠ يوازې د دو باو برج چې د پنځو رنګو لرونکو ډبرو په واسطه جوړشوي د ځنګل په مينځ کې څرګنديږي ٠ کله چې څوک د غره څوکې ته پورته شي نو د کون مين جهيل ليدلی شي او د کون مين د زړه وړنکي جهيل له منظرو څخه خوند اخلي ٠
د کون مين شين رنګ جهيل د وان شوع د غره په مخکې دی ، مساحت يې ٢٢٠ هکتاره دی ٠د نوموړي جهيل په شاوخوا کې د شي يعني د لويديځ په نامه بند د تونګه يا ختيځ په نامه د بند پلونه د نان خو ټاپو يا جندي رود او د ١٧خوله لرونکي پل ليدل کيږي او پر دې پل باندې ٥٤٤کوچني ډبرين زمري حکاک شوي دي او شکلونه يې هم بيلابيل دي ٠
د ژن شوع په نامه ماڼۍ په ١٧٥٠ کال کې جوړه شوې او د چينګ د امپراتوري په سلسله کې امپراتور او ملکې کله کله په دې ماڼۍ کې خپل وزيران او لوړه رتبه مامورين خپل حضور ته راغوښتل٠ دغه رازد امپراتورانو د خوبخونې او د نندارو دپاره نورځايونه هم په دې برخه کې ليدل کيږي ٠
د غره مخکني برخه چې په دې برخه کې د ليدو وړ ډيرې وداني او قصرونه موقعيت لري او د ٧٠٠ مترو په اوږدهليز نوموړي ودانی او قصرونه يو له بل سره نښلوي ٠اوږد دهليزد اي خه يوان د پارک يوه مهمه د ليدو وړ ځای دی ، په دې اوږد دهليز کې څه دپاسه اته زره رنګين تصويرونه او رسمونه کښل شوي دي او هر رسم يې يو شان نه دی ٠په دغو تصويرونو او رسمونو کې ښکلې طبيعي منظرې ، ګلان او انسان کښل شوي چې ټول رسمونه او تصويرونه د ډيرو قيمتي هنري اثارو په توګه ساتل شوي دي ٠
د نوموړي پارک د ټولو ودانيو او قصرونو ليدل به د هرسيلاني دپاره نه هيريدونکي حاطرې له ځانه سره ولري ٠